لوبې به کوو خو دا چيچل به پکې نه وي!

سواریز چې څومره بال له په لته ورکولو کې تکړه دی هم دومره په چيچلو کې. فیفا هم په دغه کار هغه په دې روان فټبال ورلډ کپ کې د نهه مېچونو د لوبې نه مني کړې او وړاندې هم دوه ځله سخت سزاوار شوې ؤ.

د یوروگوئی 29 کلن لویس سواریز د کال 2014م په روان ورلډ کپ کې د گروپ ډي په مهم مېچ کې د اټلي په جورجیو کیلني د لوبې په 79م مینټ کې داړې ورخخې کړې. جورجیو کیلني قميص ښکته کړو او خپله داړه شوې اوږه ېې ريفري ته وښوده خو هغه د افغانانو خبره گل مرجان یی نه مني او ویی نه منل ، ریفري سواریز ته نه زیړ او نه سور کارډ ور ښکاره کړو.. خوږ شوې جورجیو کیلني او د هغه د ورلډ کپ نه د وتلو په ژۍ ولاړ ټيم بیا په لوبه شو

څه شيبه کې یورو گوئي لوبه خو وگټله او اټلي د ټورنامینټ نه بهر شو خو په لوبه کې لگول شوې چک دهیریدو نه وو ټولې نړۍ کې دغه عمل ته کرکجن او لوبې ته د زیان رسولو نه زغمل کیدونکې کار اووېل شو.

د فټ بال نړيوال فیډریشن فیفا د سواریز په جورجیو باندی چک د پېښې پلټنې وکړې او نن یی ورته د نهه مېچونو د نه کولو تاريخي سزا ورکړه. سواریز وړاندې هم په دغه کار د 17 میچونو لپاره سزاوار شوې. د فټ بال شوقیان د سواریز په لوبه کې هيڅ کمې نه ویني خو خلق یی د ادم خورۍ په شوق نه یواځې حیرانه بلکه سخت گنگس دي

هلکه اخر دې لوبه کې د چيچلو څه حاجت وو؟-- دا شوق گني بل ځایی کې نه شو پوره کیدلې؟

پاکستان کې چې میېندې غصه کوي نو وایی ورکه شه-- خره چيچلې-- ېعني هلته خر په چیچلو مشهور دې او په یوروگوئې کې سواريز---

ځکه خو وایی لوبې به کوو خو دا چيچل به پکې نه وي!

او چې چيچل دې کول نو هغه ده کالو خان کنډیکټر ټوقه--- چې وس یی گرزوه!!