د زابل والي انور خان اسحاق زۍ ډیوه ریډیو ته ویلي د ي د منصور دادالله د وژل کیدلو غږ یې اوریدلی دی خو د دغه خبر د رښتیا کیدلو تصدیق نه شي کولی - د زابل نه په ټليفون والي اوویل د قلعه سخه یو سل شل کلومیټره په لرې پرته خاک افغان اولسوالۍ کې جنگ روان دی او گڼ شمیر مړي پکې شوي دي. والي واېي د جگړې په ځاېي کې د افغان طالبانو نه بیل شوي گوند د ملا رسول پلویان او هغه معاون منصور دادالله موجود وو-
وړاندې د زابل نه یو امنيتي چارواکي غلام جیلاني فراهي ازادي راډيو ته ویلي وو چې داد الله تیره شپه په خاک افغان ولسوالۍ کې د اخترمحمد منصور د پلویانو له خوا وژل شوی دی-
زابل ته ددغه خبر د تصديق لپاره رسيدلي د اشنا ریډیو خبریال عزیزالله پوپل ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې هلته یې د ځاېي رسنیو او عامو خلقو نه معلومات کړي دي خو څوک هم د منصور دادالله د وژل کیدلو په حقله سکوټه خبره نه کوي-
تر ټولو د مخه د داد الله د وژل کیدلو خبر ېوې ویب پاڼې (نن اسیا) ورکړی و "د طالبانو څخه د بېلې شوې ډلګۍ مرستیال او داعش پلوی قومندان منصور داد الله د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې وژل شوی دی" ددغه ویب پاڼې په حقله د کابل نه یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې د افغان طالبانو پلوي کوي-
(تازه)
بلې خواته د الفدا نومې وېب پاڼې لخوا خبرېالانو ته لېږل شوي خبر کې دمنصور دادالله د وژلو خبر رد شوی دی. خبر کې دعوا شوېده " د زابل په جګړه کې د مجاهدينو له خوا د اخترمحمد او محقق پر ملېشو دوه فدایي حملې ترسره شوې، چې په یادو حملو کې د اختر محمد او محقق د ملېشو په لسګونه کسان وژل شوي دي. د همدې خبرې د پټولو لپاره ملېشو د منصور دادالله د شهادت د دروغو پروپاګند پیل کړل."
دادالله د طالبانو په مهمه مشرانو کې شامل و او په ورستیو کې د خبرونو تر مخه د مولا اختر منصور سره د اختلافونو په وجه د بیلی شوې ډلې معاون جوړ شوی و- د ملا عمر د مرگ د خبر نه ورستو مولا اختر منصور د افغان طالبانو مشر ټاکل شوی و، خبرونه واېي د طالبانو ځيني مهمه مشران د مولا اختر منصور په مشرۍ خوشاله نه وو چې مولا دادالله هم پکې شامل و-
Your browser doesn’t support HTML5