د مالټا وزيراعظم جوزف موسکاټ په خپل ټویټر ليکلي دي چې د الوتکې اغوا کونکي تسليم شوی دي او ټولې سورلۍ او د عملې ټول غړي خوشې کړې شوی دي. دا لا په ډاگه نه ده چې د الوتکې تښتونکي څوک وو او ولې تسليم شول.
ښاغلي جوزف موسکاټ په خپل ټویټر وړاندې خبر ورکړې ؤ د الوتکې څه کارکونکي غړي او یو سل نهه سورلۍ خوشې کړې شوي دي. د انگریزۍ اخبار ډيلي میل واېي چې د مالټا یو وزير ورته ويلي دي د الوتکې تښتونکو د سیاسي پناه اخستو خواست کړی دی خو د تښتونکو سمه پیژندگلو لا نه ده شوې . ځيني نړيوال نشریات ښاېي چې د جهاز څخه شين یا زرغون رنگه بیرغ راښکاره کړې شوې ؤ . دغه بیرغ د پخواني آمر کرنل قذافي د دولت د رسمي بیرغ سره سمون خوري .
په سر کې ویل شوی وولاسي بم په لاس دوه اغوا کونکو دليبیا د مسافرو یوه الوتکه مالټا ته تښتولې ده چې پکې 118 کسان سواره دي. رائټرزخبري اداره واېي قذافي پلوه هاېي جیکرز یا جهاز تښتونکو د افريقين ایر لاین کمپنۍ ایر بس 320 د لیبیا څخه نزدې هیواد مالټا ته اړولې دی.
مطبوعاتو ويل په جهاز کې دوه کسانو ویلي دي چې که د دوېي غوښتنې ومنل شي نو سورلۍ به خوشي کړي. دا لا نه ده په ډاگه چې د هاېي جیکرز غوښتنې څه دي.
الوتکه دجنوب غربي صباحه ښار څخه طرابلس ته روانه وه . دا سفر څه کم دوه گېنټې جوړیږي
خبرونه واېي په مالټا کې اود لیبیا د طرابلس په ميټاگا هواېي میدانونو خصوصی ځواکونه چټک ولاړ دي
د ميډیټیرېنین جزېرې ورکوټې هیواد مالټا د طرابلس څخه پينځه سوه کلومیټره په شمال کې دی. مالټا ته په 1985 کې د فلسطين سره تعلق لرونکو د مصر یو جهاز تښتولې ؤ چې پکې گڼ شمیر سورلۍ وژل شوې وې.