دپاړه چنار خلک وایي حکومت ترهګرو سره لار لري

پاړه چنار مظاهره

پاړه چنار کې دشوؤ بمي چاودنو په ضد ګرد هیواد کې احتجاج دوام لري اؤ دکرمۍ ایجنسۍ اوسیدونکي په حکومت تورونه لګوي چې ترهګرو سره لار لري.

د دوشنبې په ورځ په پلازمینه اسلام اباد اؤ پینډۍ کې میشته د پاړه چنار سره تعلق لرونکو خلکو هم د اسلام اباد نیشنل پریس کلب مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

په ۲۳م جون د افغانستان سره په پوله دپرتې قبائیلي سیمې کرم ایجنسۍ سرښار پاړه چنار په طوري بازار کې هاغه مهال پرله پسې دوه بمي چاودنې شوې وې چې خلک داختر دپاره په سود سودا اخستو بوخت وؤ.

په دغو چاودنو کې ۷۲ کسان وژل شوي اؤ تر۱۰۰ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

داسلام اباد پریس کلب مخې ته احتجاجي کیمپ د شیعه مسلمانانو د پاکستان په کچه تنظیم وحدت المسلمین اؤ امامیه سټوډنټس ارګنائزیشن لګولی چې مقصد یې دپاړه چنار بمي چاودنو کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کورنیو سره یووالی څرګندول دي.

د مظاهرې یو برخه وال حسین طوري وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي چې د دوئ سیمه د تیرې یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې نه د ناامنۍ ښکار ده.

هغه وویل د تیرو پینځوؤ میاشتو په مهال د ترهګرۍ پینځه سترې پیښې دغلته شوي خو ددې باوجود حکومت هغوئ ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه دی.

هغه وویل حکومت نه یې غوښتنه کړې وه چې سیمه کې دامن ټینګولو دپاره باید دپاړه چنار خپل دملیشې عسکر بیرته دغلته تعینات کړل شي خو حکومت یې دغه غوښتنې ته غوږ نه دی نیولی.

نوموړی وایي چې پاړه چنار کې د ایف سي ځواکونو درې ځله د خلکو په پرامنه جلوسونو ډزې کړي چې په هغې کې ګڼ شمیر خلک وژل شوي اؤ ژوبل شوي خو هیچا ته دغه زیاتی په نظر نه راځي.

حسین طوري دا ګیله هم وکړه چې تر اوسه دپاړه چنار څومره خلک د ناامنۍ پیښو کې وژل شوي حکومت هغوئ ته مالي مرسته نه ده ورکړې .

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان وزیراعظم نوازشریف د پنجاب ایالت په بهاولپور سیمه کې د تیلو د یو ټانکر اوړیدو له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې نه سمدستي وروستو د لندن خپله دوره لنډه کړې اؤ ځان یې بهاولپور ته رسولی دی.

دپاکستان مرکزي اؤ دپنجاب صوبې حکومتونو دغه پیښه کې د وژل شوؤ کسانو دپاره د یو تن پسر د شلو لکو اؤ د ژوبلو دپاره د لسو لکو روپو د امداد ورکولو ترڅنګ د هغوئ د کورنیو غړو له د سرکاري نوکرو ورکولو اعلان هم کړی دی.

د کرمې ایجنسۍ سره تعلق لرونکی سرفراز شاه وایي چې د حکومت ددغه توپیري چلند له امله اوس ددوئ د ریاست څخه طمعه بیخي ختمه شوې ده.

هغه وویل “دې توپیري چلند ته چې ګورو نو اوس زمونږ بیخي باور نه کیږي چې مونږ چرته پاکستانیان یو یا مونږه هم په دې هیواد کې څه حقونه لرو ”

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې نوموړي وویل نه خو مخکې دپاکستان حکومت هغوئ سره د هیواد د وګړو په څیر چلند کړی اؤ نه ترې راتلونکي کې داسې هیلي لري .

“مونږ خو چې کله دخپلو خلکو د وژنې په ضد احتجاج کوؤ نو هم مو دوئ وولي اؤ وژني مو نو طمعه به ترې څه ولرو”

په اسلام اباد کې د مظاهرینو لخوا لګول شوي دغه احتجاجي کیمپ کې په لګول شوؤ بینرونو دپاکستان په حکومت تور لګول شوی چې ترهګرو سره اړیکې لري.