پاکستان پخپله خاوره دافغان کډوالو داستوګنې موده نوره ۶میاشتې غځوي

په پاکستان کې افغان کډوال

دپاکستان مرکزي حکومت هیواد کې دمیشته افغان کډوالو داستوګنې قانوني موده کې دشپږو میاشتو دنورې پراختیا پریکړه کړې ده.

پاکستان کې دافغان کډوالو دقانوني استوګنې موده د روانۍ میاشتې په ۳۱مه نیټه پایې ته رسیږي خو دملګرو ملتنو دکډوالو ادارې دپاکستان حکومت نه غوښتنه کړې وه چې داستوګنې دغه موده باید نوره هم سیوا کړي.

دپاکستان د ریاستي چارو د وزارت یو لوړپوړي چارواکي ښاغلي طارق حیات وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته پخلی کړی چې دافغان کډوالو داستوکنې قانوني موده کې دپراختیا په اړوند مسوده تیاره کړل شوې چې دهغې په اساس به پاکستان کې افغان کډوالو ته تر نورو شپږو میاشتو دپاتې کیدو اجازه ورکولی کیږي.
سرچینې وایي دپاکستان د ریاستي،بهرنیو اؤ کورنیو چارو دوزارتونو دمامورینو ګډه غونډه کې ددغه مسودې منظوري ورکړل شوې اؤ اوس به مرکزي کابینې ته دمنظورؤلو دپاره وړاندې کولی شي.

دپاکستان د ریاستي چارو وزیر ښاغلي عبدالقادر بلوڅ په دې وروستیو کې قامي اسمبلۍ ته ویلي وؤ چې دا مهال پاکستان کې څه کم ۱۴ لکه راجسټرډ افغانان استوګنه لري اؤ ددې ترڅنګ خواوشا اووه لکه هاغه افغانان هم پاکستان کې میشته دي چې ځانونه یې نه دي ثبت کړي.

ښاغلي بلوچ ویلي وؤ چې دکال ۲۰۰۲م راپدیخوا دپاکستان څخه څلور اعشاریه،پینځه میلیونه افغان کډوال پخپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې دافغانستان اؤ پاکستان داړیکو تاؤژنیدو وروسته پاکستان په نااعلانه ډول پخپله خاوره کې دهاغو افغانانو دنیونې لړۍ پیل کړې وه چې داستوګنې قانوني سندونه یې نه لرل.

په پاکستان کې دافغانانو د نیولو اؤ زورؤنې ددغه لړۍ له امله په لکونو افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي خو یو لویې شمیر افغان کډوال اوس هم په پاکستان کې استوګنه اؤ خپل کاروبارونه لري.