عبدالقادربلوچ:فاټا کې په اصلاحاتو به زر پرمختګ ولیدل شي

عبدالقادر ویلي چې حکومت فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو کومه ژمنه کړې دهغې څخه نه دی پشا شوی

دپاکستان دریاستي چارو مرکزي وزیر عبدالقادر بلوچ یوځل بیا قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو پځایې کولو ژمنه تکرار کړې ده اؤ ویلي دي ډیر زر به په دغه اړوند پرمختګ ولیدل شي.

په عین حال کې د مذهبي ګوند جماعت اسلامي لخوا فاټا کې داصلاحاتو نه پځایې کیدو صورت کې په احتجاج دلاس پورې کولو حکومت ته ورکړی مهلت پایې ته رسیدلی خو دغه ګوند لا پورې خپل احتجاج نه دی پیل کړی.

د سه شنبې په ورځ دقامي اسمبلۍ دریاستي چارو دقائمه کمیټې غونډه دفاټا خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو سره داختلاف لرونکي ګوند جمعیت علماء اسلام دغړي مولانا جمال الدین په مشرۍ شوې ده.

دقامي اسمبلۍ غړي ښاغلي جمال الدین وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویلي کمیټې په ګډ ډول دقبائیلي سیمو دپاره اصلاحاتو کې اعلان کړی شوی رواج ایکټ رد کړی دی.

خو دخیبرایجنسۍ نه دقامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپریدي د رواج ایکټ د رد کولو دعوه بې ځایه بلي اؤ وایي له دغې لارې جمعیت علماء اسلام ګوند خپلې سیاسي ګټې ترلاسه کول غواړي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې شاه جي ګل اپریدي ویلي پارلیماني کمیټې وړاندې نه رواج ایکټ رد کړی ؤ اؤ اوس که دا کریډټ جمعیت علماء اسلام ترلاسه کول غواړي نو دا به پځایې خبره نه وي.

سرچینې وایي دغه غونډې ته دریاستي چارو وزیر عبدالقادر ویلي چې حکومت فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو کومه ژمنه کړې دهغې څخه نه دی پشا شوی اؤ ډیر زر به دغه لړ کې عملي پرمختګ ولیدل شي.

له دې وړاندې هم څو،څو ځل دپاکستان حکومت باور ورکړی چې دهیواد قبائیلي سیمو کې به اصلاحات پځایې کوي خو تراوسه یې خپلې دغه ژمنې نه دي عملي کړي.

داصلاحاتو په قانوني مسوده کې ویل شوي چې دهیواد عدالتي نظام به قبائیلي سیمو ته غځولی اؤ دغلته نه به دایف سي ار قانون ختمولی شي.

خو دپاکستان دسیاسي ګوندونو اؤ دقبائیلي سیمو دپارلیماني غړو دپرله پسې غوښتنو باوجود دغه قانوني مسوده پارلیمان ته دمنظورؤلو دپاره نه وړاندې کیږي.

فاټا کې داصلاحاتو په ځنډ دپاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه، دمدني ټولنې غړي اؤ قبائیلي پارلیماني غړي دپارلیمان دننه اؤ بهر په سخت احتجاج بوخت دي.

مذهبي ګوند جماعت اسلامي حکومت ته کرښه راښکلې وه چې که دکال۲۰۱۷م تر پایې یې فاټا کې اصلاحات پځایې نکړل نو پلازمینه اسلام اباد کې به احتجاجي پرلت وهنه پیل کړي خو ددغه مهلت په ختمیدو جماعت اسلامي خپل احتجاج نه دی پیل کړی.

خو دقامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپریدی وایي چې دچهارشنبې په ورځ به پیښور کې دجماعت اسلامي کیدونکې غونډه کې به داحتجاج دپاره تګلاره اعلان شي.