ستره محکمه:داسلام اباد پرلت وهنه دریاستي قوت دمفلوج کولو هڅه وه

دپاکستان پوځ ددغه احتجاج خورؤلو دپاره دحکومتي خواست منلو نه انکار کړی ؤ.

دپاکستان سترې محکمې په دې وروستیو کې پلازمینه اسلام اباد کې د یوې تندروه مذهبي ډلې لخوا احتجاجي پرلت وهنه د ریاستي قوت دمفلوج کولو هڅه بللې ده.

دپاکستان په حکومت کې دائتلافي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنیټیر عثمان کاکړ وایي هرڅو که ددغه پرلت پشا دجهوریت قوتونو لاس ؤ خو حکومت په دغو قوتونو دلاس اچولو هډو توان نه لري.

اسلام اباد کې دشوې احتجاجي پرلت وهنې نه پس دپاکستان په پوځ تورونه لګیدلي وؤ چې دغه تندروه مذهبي ډله پوځ احتجاج ته راپارولې وه خو دپوځ سرلښکر ویلي وؤ چې که احتجاج سره دپوځ تعلق ثابت شو نو هغه به دخپل منصب نه استعفي ورکړي.

د چهارشنبې په ورځ دتحریک لبیک نومې تندروه تنظیم لخوا اسلام اباد کې دشوې پرلت وهنې د دوسیې اوریدو په مهال دحکومت لخوا محکمې ته ویل شوي چې په دغه احتجاج کې ۱۲ عام وګړي وژل شوي اؤ ۱۹۴نوي پولیس عسکر ژوبل شوي وؤ.

د دوسیې اوریدو په مهال دسترې محکمې قاضي ښاغلي فائز عیسي ویلي چې له بده مرغه دغه احتجاجي‌ پرلت کې یو مسلمان دبل مسلمان په لاس زورؤل شوی چې له دې امله د اسلام بد انځور مخې ته راغلی دی.

دتحریک لبیک دغه احتجاجي پرلت د موجوده مرکزي حکومت په ضد اسلام اباد کې شوی دریم پرلت ؤ اؤ دپاکستان پوځ ددغه احتجاج خورؤلو دپاره دحکومتي خواست منلو نه انکار کړی ؤ.

په عین حال کې دپاکستان پخواني وزیراعظم میانوازشریف یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي چې هغه کولی شي اولس ته سره د ثبوتونو دحکومت اؤ جمهوریت ضد عناصر په ګوته کړي خو هغه ددغو قوتونو نوم نه دی اخستی.

دا په داسې حال کې ده چې دسینیټ ځینې غړي غوښتنې کوي چې دتحریک لبیک دپرلت پشا کوم قوتونه ولاړ وؤ دهغوئ په ګوته کولو دپاره دې یو پارلیماني کمیشن جوړ کړی شي.

په دغو سنیټیرانو کې یو ښاغلی عثمان کاکړ هم شامل دی ، ښاغلي کاکړ ډیوه راډیو ته ویلي چې حکومت نه شي کولی دهاغو قوتونو په ضد ګامونه واخلي چې ددغه احتجاج ترشا ولاړ وؤ ځکه دسینیټرانو غوښتنې پوره کولو ته غاړه نه ږدي.