هلمند: وسله وال بريد کې د ملي امنیت مرستندویه ځواک ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوختې

د هلمند د والي ویاند عمرځواک ویلي، تیره شپه د ګرشک ولسوالۍ د یخچال په سیمه کې د وسله والو مخالفینو نفوذي کسانو د ملي امنیت مرسته کوونکي ځواک اړوند وسله والو په یوه مرکز کې په خپلو ملګرو وسله وال برید کړی چې په پایله کې د ملي امنیت د مرسته کوونکي ځواک لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

ځواک وړاندې وویل "دا پېښه تیرماښام رامنځته شوې ده د ملي امنیت اړوند ټول ۱۶ تنه سرتیري په دې پوسته کې موجود وودمخالفینو نفوذي کسانو بریدکړی او مخامخ وسله نښته هم په دې پوسته کې رامنځته شوې ده او په دې پيښه کې له ترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او۶ نور ټپیان شوي دي او وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې ده".

ځواک وویل ، دا چې د مخالفینو نفوذي کسانو شمیر څوتنه وو نه ده څرګند خو په وینا یې پیښه ترڅیړنې لاندې ده.

په ورته وخت کې د هیواد د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت رحیمي له ډیوې سره په خبرو کې ویلي په تیرو کلونو کې دافغانستان په امنیتي لیکوکې د مخالفینو د نفوذي کسانو پرامنیتي ځواکونو د بریدونو پېښې زیاتې وې خو اوس مهال تر ډيره د داسې پیښو مخنیوی شوی دی.

رحیمي زیاته کړه " داسې یوه ،نیمه پیښه د نړۍ په پرمختللیو هیوادونو کې هم رامنځته کیږي چې هیڅ له ترهګرۍ سره تړاو نه لري خو اعصابي کیدو سره اړه او د فکر اړخ یې منفي خواته لاړشي او په امنیتي سکتور کې دا فرادو د شاملیدو هغه پروسیجرچې اوس پلی شوی دی،شفاف دی اود مخالفینو همفکران او نفوذي کسان نه په پوځ کې شته او نه په امنیتي ځواکونو کې".

په ورته وخت کې دهملند د پولیسو ویاند عبدالسلام افغان وايي تیره ورځ دګرشک ولسوالۍ د سیدانو په کلي کې دطالبانو پر یوه پټن ځای ګډو افغان امنیتي ځواکونوعملیات ترسره کړل چې له امله یې په دې عملیاتو کې ۶ تنه طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

د پولیسو ویاند وویل"د سیدانو په کلي کې د طالبانو یوپټن ځای شتون درلود ، ګډو ځواکونوپردې پټن ځای عملیات وکړل چې له امله یې ۴ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوی دي ، امنیتي ځواکونو او ولسي خلکوته د عملیاتو پرمهال مرګ ژوبله نه ده رسیدلې".

وسله والو مخالفينو دعملیاتو او دملي امنیت اړونده دمرسته کوونکو ځواکونو په مرکز دنفوي کسانود وسله وال برید په اړه تردې دمه څه نه دی ویلي .

دا لمړۍ ځل نه دی چې په امنیتي لیکو کې دمخالفینو له شالیدو وروسته نفوذي کسان د افغان امنیتي سرتیرو اړوند وسله والو باندې وسله واله حمله کوي .

تردې وړاندې هم په تیرو ۱۵ کلونو کې ګڼې داسې پیښې رامنځته شوي او په لسګونه امنیتي سرتیري د داسې پیښو قرباني شوي دي.