دمئینانو ورځ په افغانستان کې څنګه نمانځل شوې؟

ویلنټائن ډی

افغانستان یو داسې جنګ ځپلی هیواد دی چې دغلته دموجودو پراخو امنیتي ، اقتصادي او بیلابیلو ټولنیزو ستونزو باوجود هم ددغه هیواد ولس دنړۍ له وګړو سره سیالي کوي او دفبرورۍ ۱۴ مه دمئینانو ورځ (ویلټټائن ډی)په خپلو ځانګړو اندازونو سره نمانځي.

خو بل لوري ته دافغانستان سره په پوله پروت ګاونډي هیواد پاکستان چې ځان په تعلیي اؤ تهذیبي پرمختګ کې تر افغانستان وتلی بولي په رسمي ډول ددغه ورځې په نمانځلو بندیز لګولی دی اؤ وګړي یې نه شي کولی په ښکاره یو بل سره دمینې څرګندؤنه وکړي.

دا چې په افغانستان کې دمئینانو ورځ په څه ډول نمانځل کیږي په اړه یې د کابل ښار اوسیدونکي محمد عارف وايي ، سره له دې چې په هیواد کې دمئینانو د ورځې لمانځل عامه شوې نه ده خو بیا هم یو شمیر نجونې او هلکان یې لمانځي.

نوموړي وړاندې وویل “نن په ټوله نړۍ کې د مئینانو ورځ ده ،ما خپلې معشوقې ته دغه دګلانو ډالۍ اخیستې او دهمدې ورځې په مناسبت یې ډالۍ کوم که څه هم دغه ورځ په افغانستان کې د ځینو ستونزو له امله په عامه کچه نه لمانځل کیږي خو مونږ یې لمانځو”

د مدنې ټولنې غړې ګلاب روز ځیرک وائس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې د مئینانو د ورځې په اړه وايي ، وروسته له هغې چې افغان ځوانانو انټرنیټ او نورو ټولنیزو سایټونوته لاس رسۍ پیداکړ اوس دافغانستان په سترو ښارونو کې مئینان له دې ورځې دتفریح او خوښو لپاره ګټه اخلي.

نوموړې وویل”ه افغانستان کې د مئینانو ورځې ته ځوانان ،هلکان او نجونې ځکه زیاته پاملرنه کوي چې دلته هره ورځ درد ، غم او نورې ناخوالې دي نو کله چې د خوښۍ یوه داسې ورځ راشي نو د خپل پام د بدلولو او د خوشحالیو داحساس دې موضوع زیاته پاملرنه کوي”

دمدنې ټولنې غړي ځیرک زیاته کړه که څه هم په هیواد کې د خوښیو ورځو لمانځلو ته کمه پاملرنه کوي خو په سترو ښارونو کې یو شمیر نجونې او هلکان بیا دغه ورځ له پامه نه غورځوي.

اغلې ځیرک وايي”ډیر کم خلک داسې دي چې دهمدې ورځې د لمانځلو لپار رخصت اخلي او له چاسره چې مینه لري او یا وروسره کوژدنه ولري بهر ته ځي اویا هوټل ته ځي،خو ډیرۍ خلک یې د ګلانو ګیډیو او په کوچینو تحفو په ورکولو سره لمانځي “

هغه زیاتوي خو دګلانو ترڅنګ څوک عطر اخلي او مئینان یې یو بل ته ور وړي او زیات شمیر ځوانان نجونې او هلکان د ټولنیزې رسنۍ فیسبکواو نورو شبکو له لارې د ګلانو ګیډۍ او ښکلي انځورونه یو بل ته دمینانو دورځې په مناسبت لیږي

افغان ځوانان ، نجونې او هلکان او د مدني ټولنې غړي په دې نظر دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو او ناامنیو پیښو له دوام سره اوس دوی عادي شوي او دخوښیوله یوې کوچنۍ موضوع څخه هم د تفریحې لپاره ګته پورته کوي.

خو دافغانستان په پرتله بیا پاکستان کې د ویلنټائن ډی په نمانځلو محکمې بندیز لګولی اؤ که هرڅو په دې ورځ پاکستان کې ګڼ شمیر مئینانو یو بل ته د ګلونو په ورکولو دخپلو مینو څرګندونه کړې ده خو د ریاست له ویرې یې دغه عمل په پټه ترسره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان څخه په تهذیبي اؤ تعلیمي پرمختګ کې ځان وړاندې ګنوونکي هیواد پاکستان کې د تندلاریتوب ورځ تر ورځه پراخه کیږي اؤ د مذهبي اؤ مسلکي اختلافونو په اساس پکې د وژنو کچه لوړه شوې ده