دافغانستان دسولې شورا په طالبانو جنګونو څخه دلاس اخستو غږ کړی

طالبان

د افغانستان د سولې عالي شورا دمخالفینو او دافغان حکومت ترمنځ دسولې په خبرو اترو ټینګارکړی او ویلي یې دي چې ،په روانه جګړه کې له دواړو خواوو څخه افغانان وژل کیږي.

د سولې شورا وایي ، دافغانانو لومړیتوب سوله ده او که وسله وال مخالفین فکر کوي چې د جګړې له لارې به خپل هدف ته ورسیږي ،ناممکنه ده.

د دې شورا مشر کریم خلیلي د ۳۴ ولایتونو له قومي او جهادي مشرانو او دولایتي شورا له استازو سره دسولې په مشورتي کنفرانس کې یو ځل بیا پرمخالفینو غږ وکړ چې دسولې په اړه په خپله تګ لاره له سره غور وکړي او د بین الافغاني خبرو اترو لاره انتخاب کړي ترڅو افغانستان له دې خونړۍ جګړې څخه وژغورل شي.

کریم خلیلي وايي، د سولې عالي شورا روان سیاست د طالبانو د تسلمیدو په معنی نه دی او د جګړې د یوه اړخ تسلمیدل دوامداره سولې ته رسیدل نا شوني دي او په وینا یې دوامداره سولې ته هغه مهال رسیدلی شي چې بین الافغانی مذاکراتو او بین لافغاني هوکړې ته ورسیږي.

هغه وویل “پر وسله والو مخالفینو له دې ځایه یو ځل بیا غږ کوم چې جګړه د حل لار نه ده ،هیڅ وخت به تاسې د جګړې له لارې خپل هدف ته ونه رسیږئ او که تاسو فکر کوئ چې په چاودنو او ځانمرګو بریدونو اود جګړو په زیاتوالو سره به هدف ته ورسږئ ناممکنه ده،راشئ په تګ لاره کې مو بدلون راولئ ،راشی دبین الافغاني مذاکراتو لار خپله کړئ او د دې هیواد د بچیانو په توګه سره کینو او خپل هیواد له دې روانې خونړۍ جګړې له حالت څخه وژغورو”

د سولې په دې مشورتي غونډه کې د سولې عالي شورا د دارالانشاه مشراکرم خپلواک د امریکا متحدو ایالتونو ته د سولې په اړه د طالبانو د وروستي لیک د استولو په غبرګون کې وویل ، که طالبان سولې ته ژمن وي باید ملت ته یې مخه کړې وی.

هغه زیاته کړه “ملت دې قضاوت وکړي او طالبان به هم زموږ غږ له دې ځایه اوري

هغه وویل طالبانو که دا خط د امریکا او اولس ته یې لیږلو ، د دې پرځای به یې ملت ته رجوع کړې وه،که افغان حکومت ته یې نه لیږلو ،همدا خط به یې قومي مشرانو ، دیني علماوو ، ولایتي شورا او ملت سره شریک کړی وی ترڅو دافغانستان د سولې په اړه یې منځګړیتوب کړی وی”

خپلواک وویل ، که دملت لخوا دسولې په اړه هرډول منځنګړیتوب که هغه د قوم ، کلي ،ولسوالۍ او ولایت په کچه ترسره شي ،د ملت له دې هڅو هرکلۍ کوي.

دسولې مشورتي غونډه چې سبا به هم په کابل کې روانه وي د افغانستان د۳۴ ولایتونو سلګونه قومي ،جهادي ،سیاسي مشران اود ولایتي شورا استازو په کې برخه اخیستې او له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو او میکانیزم بحث کیږي او وروسته به له جمهور رییس محمد اشرف غني سره د دې غونډې پایلې شریکې شي.