افغان حکومت: کابل کانفرنس ته به له طالبانو سره د مذاکراتو پلان وړاندې کړو

د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې- چې سبا د شورو- چارشنبې په ورځ جوړېږي- د نړۍ او سیمې د ۲۸ هېوادونو امریکې، جرمني، انګلیستان او د ګن شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیالان او د دریو نړیوالو سازمانونو استازي پکې برخه اخلي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر مرستیال هارون چخانسوري نن د یوې خبري غونډې په مهال ویلي، د کابل پروسې په دویم کانفرنس کې د افغان حکومت له خوا طالبانو ته د سولې د خبرو هراړخیز پلان وړاندې کیږي.

چخانسوري دا هم ویلي چې په دې کانفرنس کې به افغان حکومت له پاکستانه ریاست په ریاست د سولې د خبرو غوښتنه هم کوي. نوموړي وویل:

"سبا د سولې طرحه نه بلکې د سولې د خبرو یو هراړخیز وړاندیز د طالبانو لپاره د کانفرنس له ګډونوالو سره شریکېږي او همدا راز پاکستان ته هم دولت په دولت [ریاست] د خبرو وړاندیز کیږي"

چخانسوري د سولې د خبرو د هراړخیز پلان په اړه زیاته کړه، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلولو لپاره افغان حکومت کوم شرط نه لري.

"د حکومت ترجیح دا ده چې له طالبانو سره مذاکرات په کابل کې وشي او دا وړاندیز هم کوي چې د نړۍ او سیمې په یو اسلامي هېواد کې- چې د افغانستان په روان تاوتریخوالي کې ښکیل نه وي- یا د ملګرو ملتونو په دفتر او یا کوم دریمګړي هېواد کې له قید او شرط پرته له طالبانو سره د سولې مذاکرات او خبرې اترې وکړي"

افغان چارواکي وایي په دې کانفرنس کې به له ترهګرۍ سره د مبارزې پر مسایلو هم غور کېږي او په ضد به یې د ګډې مبارزې د هېوادونو د استازو ژمنې اخیستل کېږي.

د کابل کانفرنس سبا د شورو- چاشنبې په ورځ په داسې حال کې جوړېږي چې طالبانو یو ځل بیا امریکې ته د افغانستان د کشالې د هواري لپاره د خبرو وړاندیز کړی، خو تر دې وړاندې ورته غوښتنه یې د امریکې له خوا رد شوې او ویل شوي دي چې د امریکې پر ځای دې طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د کابل کانفرنس لپاره د افغان حکومت له خوا کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوي، په کابل کې د همدې کانفرنس د جوړېدو په هدف د چارشنبې په ورځ رخصتي اعلان شوې او د ارګ پر لور غزېدلي څلور لارې له پرونه راهیسې د موټرو او د خلکو د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.