ولسمشرغني: د اسلام او افغانستان ښېګړه په دې کې ده چې طالبان راسره خبرو ته کښېني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې خپل اختلافات له افغان حکومت سره د خبرو له لارې حل کړي. ولسمشر غني نن په کابل کې وویل:

"دا په لوړ اواز وایو چې د سولې په هدف له انتخاب کړې لارې نه ګرځو او په طالبانو باندې غږ کوو چې د اسلام او افغانستان ښېګړه په دې کې ده چې خبرو ته سره کښېنو تر څو بې له تباهۍ او بې د وینې له تویېدنې خپل مشکلات او اختلافات هوار کړو"

افغان حکومت څو ورځې وړاندې د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې هم طالبانو ته د سولې د خبرو لپاره هر اړخیزه پلان وړاندې کړ، خو اوس مهال په تازه خبرو کې د هرات چارواکو ویلي، طالبانو د سولې د خبرو اترو په اړه د ولسمشر غني وړاندیز منلی او دا یې هم ویلي چې طالبانو د ټاپي پروژې د امنیت ساتلو د همکارۍ ژمنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې ولسمشر غني نن چارشنبه د پارلمان د کاري دورې د پرانیستلو په مراسمو کې دا هم ویلي، یو شمېر محدود کسان شته چې د افغانستان په روانه جګړه کې خپلې ګټې پالي او د سولې غږ ته د شک په نظر ګوري. ولسمشر غني وایي افغان حکومت او ولس د سولې لپاره کلکه اراده لري، ځکه چې وایي په سوله کې د ټولو افغانانو خیر او عزت نغښتی دی:

"په داسې حال کې چې سوله زموږ ارزو ده خو متاسفانه په یوه تحمیل شوې جګړه کې قرار لرو، نو باید یو لحظه هم د هېواد د دفاع په برخه کې ځنډ را نه شي او تل د ولس او هېواد د دفاع لپاره چمتو و اوسو، یوه کوچنۍ بې پروایي هم د هېواد د دفاع په برخه کې راته د منلو نه ده"

د افغانستان ولسمشر ویلي، څلورکلن امنیتي پلان د پلي کېدو په حال کې دی او پایلې به یې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ولیدل شي او همداراز افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ۱۳۹۸ لمریز کې په یو ستر او بې ساري قوت باندې بدل شي.