افغانې میرمنې سعیده اعتباري په خپل ځانګړي هنر نړۍ څنګه حیرانه کړه؟

يوې افغانې میرمنې په خپل ځانګړي هنر نړۍ حیرانه کړی.د کابل اوسیدونکې سعیده اعتباري په غوږونو نه اوري خو دغه معذوري يې د خپل هنر په لار کې خنډ نه دې جوړ کړی. نه یوازې سعیده په لاسونو ګاڼې یا کالي پتري جوړوي بلکه هم په لاسو خبرې کوي. هغه زرګره ده او په لاس جوړ شوي توکي یې په انلاین بازار کې هم خرڅیږي.

هغې په کابل کې ډیوه ته وویل" زما مشر ورور زه فیروزکوه ته راویستلم او ما دلته کله چې امتحان ورکړ نو راته د زرګري څانګه وټاکل شوه. د ښوونکو څخه مې روزنه وکړه او په دې بخش کښې مخې ته لاړم".

د سعیدې لاسي توکې د امریکا په سمیت سونین میوزیم کې هم نندارې ته ایښودل شوي. د هغې په لاس ډیزاین شوي ګاڼي په انلاین بازار کې هم ډیر اخیستونکي لري. هغې د غاړې یو داسې ښکلې امیل جوړ کړ چې ارزښت یې په زرګونو ډالر دی.

هغه وايي "د امریکا په سمیت سونین میوزیم کښې د نړی هر ګوټ څخه خلک راغلي وو او زما څخه یې پوښتل چې له کومه ځایه راغلې یې، او کله چې ما ځواب ورکاوه چې زه له افغانستان څخه راغلې یم نوهغوي به ډیر حیرانه شوه. خو وروسته یې ډیره تشویق کړم او خپل کار ته یې نوره هم وهڅولم".

سعیده په پیښور کې د افغان کډوالو په یو کیمپ کښې وزیږیدله او د خپل ژوند په لومړۍ اونۍ کې سخته ناروغه شوه.هغې د دماغي پردو پړسوب (د سریبرل مننجایټس) ناروغۍ له امله د اوریدلو توان له لاسه ورکړ.

خو بیا هم هغې ۱۲مه ټولګۍ سر ته ورسوله او د فیروزکوه سره یې د هنر او کار پیلولو وروسته د خپل ژوند اصلي هدف وموندو.

سعیده وايي کله چې په یو ظریف یا نازک توکي باندې کار کوي نو په ساعتونو په کښې ورکه شي او ورڅخه خوند اخلي. هغه خپل په لاس جوړ شوي توکو له لارې د خلکو سره د احساس یوه ځانګړې اړیکه جوړوي.
نړیوالو راپورونو ترمخه په افغانستان کې د معذورو شمیرې تقریبا تر ۸ لاکو هم زیاتې دي. خو له بده مرغه هر معذور تن اسانتیاوو ته په افغانستان کې لاس رسۍ نه لري.