"تاسو فکر کړئ چې دجنازو دکورونو په ښځو ژوند څنګه تیریږي؟"

د افغانستان دبشري حقونودخپلواک کمیسیون مشرې سیما ثمر ویلي ،دوامداره سوله او پرمختګ یو له بل سره تړلي دي او دا دواړه پرمختګونه په افغانستان کې هغه مهال راتلی شي چې افغان میرمنې په کې فعاله ونډه ولري اوانساني کرامت او بشري حقونه په پام کې ونیول شي.

خو په عین حال کې میرمن فتانه ګیلاني د نړۍ نه پوښتنه هم کوي چې" ایا تاسو فکر کړی چې دا جنازې کومو کورونو ته ورځي د هاغو کورنیو د ښځو ژوند څنګه تیریږي؟"

دمارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمرویلي د دمیرمنو له حقونو څخه به دفاع کوي.

نوموړې په ملکي او امنیتي ادارو کې میرمنوته دکمې ونډې په ورکولو نیوکه وکړه او وي ویل چې میرمنې د ښې حکومتولۍ اود قانون په پلي کیدو کې مهم رول ترسره کوالی شي.

سیماسمر وویل “اجازه مه ورکوئ چې ستاسو حقونونه ترپښولاندې کړي دافغانستان د بشري حقونوخپلواک کمیسیون دمیرمنو دشکایتونو د اوریدو اداره لري تاسې کولی شئ چې دلته شکایت وکړئ اوستاسو د قضیو محرمیت به خوندي وي اوستاسو له حقونو څخه به دفاع کیږي”

په ورته وخت کې دافغان ښځو د شبکې مشره فتانه اسحاق ګیلاني له ډيوې سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ویلي دافغانستان په کلیو او بانډو کې د میرنو وضعیت د ښه کیدو لپارهیڅ بنسټیز کارونه نه دي شوي.

نوموړې وویل”افغان میرمنې له فقر سره لاس او ګریوان دي ،د تعلم کچه په کې کمه ده او ترټولو لویه ستونزه روانه جګړه ده چې له امله یې میرمنې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي،جګړه باید ختمه شي او دښځو لپاره په کلیو اوبانډو کې بنیادي کارونه وشي”

همداراز نوموړي له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې دجګړې دخمتیدو لپاره دې په خپلوسیاستونو کې دسولې لپاره نرمښت رامنځته کړي.

فتانې وویل “ایا زمونږ مشرانو ،نړیوالې ټولنې او امریکا متحده ایالت په دې فکر کړی دی چې دا څومره جنازې چې راځي دوی میندې ،خویندې اومیرمنې لري د دوی راتلونکي ژوند به څه ډول وي؟،افغان میرمنې له چانه په سوال خپل حقوق نه غواړي ،مونږ ته اسلام اوچت مقام راکړي خو غواړو چې لومړی په هیواد کې امن او پرمختګ راشي ترڅود میرمنو حقونه خوندي شي”

په کلیو او بانډو کې دمیرمنو دحقونو ملاتړ ترعنوان لاندې د ښځو د نړیوالې ورځې دلمانځو په جوړه شوې غونډه کې د اجرائیه ریاست لومړي مرسیتال محمد خان نیازي ویلي ،افغان حکومت میرمنوته د حقونود رسیدو لپاره ټینګه اراده لري خو په لنډ مهال کې ناشوني دي.

نوموړی وايي “مونږ ددې ادعا نه لرو چې په افغانستان کې خویندو ته ټول حقوق رسیدلي دي خو ددې پوره ادعا لرم چې جمهور رییس ،اجرائیه ریاست ،کابینه ددې لپاره پوره تصمیم لري ترڅو افغان میرمنې له خپلو ټولو حقونو څخه برخمنې شي”

افغانستان کې دښځو پروړاندې کورنۍ تاوتریخوالی ،له میراث څخه محرومیدل،ځان وژنه ،د ناموس په نوم د ښځو وژنه ،په بدوکې د ښځو ورکړه ،د افراطیت دوام ،په هیواد کې له ښارڅخه نیولې په کلیو اوبانډو کې په میرمنو کې دتعلیم د کچې ټيټوالی هغه ګن شمیر ستونزې دې چې دا مهال افغان میرمنې وروسره لاس او ګریوان دي.

دافغانستان په پلازمینې کابل اود ولایتونو په مرکزونو کې د ښځو نړیوال ورځ د بیلابیلو بنسټونو له لوري په داسې حال کې نن دزیارت په ورځ ولمانځل شوه چې دمارچ اتمه دنړۍ په کچه دهیوادونو لخوا له دې نړیوالې ورځې څخه هرکال لمانځنه کیږي