دافغانستان جنوب او ختیز کې دپولیو دوه نوې پیښې رامنځته شوې.

چارواکو ویلي یوماشوم دکندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ او یو بل ماشوم دکونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې دپولیو یا ګوزڼ په ناروغۍ اخته او تل لپاره معیوب شول.

دروغتیا وزارت دعامه پوهاوي دبرخې مشرمیرجان راسخ ډیوه ته ویلي په دې سره په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دکوزن یا پولیو د ناروغۍ دمثبتو پیښو شمیر پینځوؤ ته ورسیدو.

نوموړي وویل “له بده مرغه پرون دهراړخیزو روغتیايی ازمیښتونو څخه وروسته دا جوته شوه چې دوه مثبتې پیښې یوه دکندهار په شاه ولي کوټ او دویمه دکنړپه غازي اباد ولسوالۍ کې راجسټرشوې "

په شاه ولیکوټ کې شپږکلنه ماشوم او په غازي اباد کې د دریو کالو او ۹ میاشتو ماشومان چې دواړه نجونې دي دپولیو ناروغۍ له امله فلج شوي دي

د روغتیا وزارت ویلي په افغانستان کې دپولیو ناروغۍ دمخنیوي پر وړاندې دامنیتي او جنګ جګړو دلاملونو ترڅنګ پراخ او له حقیقته لري هغه تبلیغات دي چې یوشمیرکورنۍ خپلو ماشامونو ته دپولیو څاڅکو له ورکولو سره مخالفت کوي.

دپولیو دعامه پوهاوي مشر میرجان راسخ وویل”کله چې به د پولیو واکسیناتوران دهغوی کورونو ته ورتلل دوی به خپل ماشومان دپولیو څاڅکو ورکولو لپاره له کوره نه بهرکول او دامنیتي ننګونو ترڅنګ په ځینو سیمو کې یو بد پراخ تبلیغات د ځینو ډلو لخوا هم روان دي چې ګویا دپولیو څاڅکي حرام دي اوله همدې امله ځیني کورنۍ دې ته نه اماده کیږي چې ماشومانو ته دپولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکړي”

راسخ دافغانستان په ټولو دیني علماؤ ،رسنیو ،مدني ټولنو غږ وکړو چې دعامه پوهاوي لپاره له روغتیا وزارت مرسته وکړي ترڅو په هیواد کې دګلالیو افغان ماشومانو راتلونکی برخلیک له معیوبیت څخه وژغورل شي.

په ورته وخت کې دیني عالم سمیع الله ریحان وايي دپولیو څاڅکي حلال دي اوله ولسونوڅخه یې وغوښتل چې له معیوبت څخه دخلاصیدو لپاره دې خپلو ماشومانوته دپولپو څاڅي ورکړي.

نوموړی وویل”دپولیو څاڅکي دهرماشوم لپاره لازمي دي او پرمور اؤ پلار فرض دي چې خپلو ماشومانو ته په هردورکې دپولیو واکسین ورکړي ”

هغه وویل هرڅوک چې په دې رابطه باندې تبلیغات کوي او وايی چې دا دسلام له نظره ناروا دی دا خلک علما نه دي ،داعلمي فتوا نه ده دا سیاسي فتوا ده اوسیاسي فتوا قابل د قبول نه وي ،په پولیو قطروکې هیڅ ډول حرام مواد نه دي ګډ شوي دا د ماشومانو لپاره ضروري دي.

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت ویلي ، په روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې دنړیوالې ټولنې په مرسته هغو سیموته زیاته پاملرنه کیږي چې دپولیو ناروغۍ دسرایت له جدي ګواښ سره مخامخ دي او که دسیمې خلک د پولیو په کمپاینونو کې لازمه مرسته وکړي په نږدې کلونو کې به په افغانستان کې دپولیوناروغۍ ته دپای ټکی کیښودل شي.