دکنړ والي:افغان اولس او دولت د پاکستان فشارونو ته نشي تسلیمدلی. 

دافغانستان دکنړ ولایت والي ویلي په تیره اونۍ کې دپاکستان پوځ دکنړپه بیلابیلو ولسواليو لسګونه توغندي ویشتلي دي.

والي وحیدالله کلیمزي له وائس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې ویلي تیره اونۍ دپاکستان پوځ دکنړ پرسرحدي ولسوالیو دانګام ،سرګاڼو او خاص کنړ سیمو لسګونه توغندي ویشتلي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه رسیدلي دي.

نوموړي وویل"دتیرې اونۍ په جریان کې دپاکستاني نظامیانو لخوا دکنړپه سرحدي سیمود درنو وسلو چې هاوان ،توپونه او میزاییل په کې شامل دي مرمی لګیدلي دي خوشبختانه ځاني تلفات نه لري خو مالي زیانونه یې اړولي دي او مونږ هم وسله وال پوځ ته دبلمثل ځواب ورکولو امرکړی دی او په ځینو نقطو کې یې د خپل حریم نه دفاع کړې"

نوموړي ویلي ،دپاکستان حکومت دافغانستان دحکومت او ولس له مجبوریتونو څخه ناوړه استفاده کوي اونه یوازې توغندوي بریدونه کوي بلکې سرحدي سیمو کې اغزن تارغځوي اوله ترهګرو ډلو ملاتړ او افغانستان ته یې دجګړې لپاره رالیږي.

دکنړ والي ویلي ،افغان حکومت له پاکستان سره دښه ګاونډیتوب اراده لري اوپه دې اړه یې طرحې هم وړاندې کړي دي خودپاکستان حکومت هم باید دافغانستان ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړي او له سرحدي سرغړونو څخه لاس واخلي.

هغه وویل"مونږافغانان اودافغانستان حکومت او وسله وال پوځ په قوې ارادې سره دې ته متحد یو چې دهیواد له ارضي تمامیت څخه به په کلکه دفاع کوو اودپاکستان هیڅ ډول فشار ته به تسلیم نه شو"

دکنړ والي ویلي هیڅ داسې توقع نه شي کیدلی چې دپاکستان پوځ به پرافغان خاوره له توغندوي بریدونو څخه لاس واخلي خوپه وینا یې دپاکستان له حکومت څخه د دې هیله لري چې په دې اړه په خپل روان سیاست کې بدلون راولي.

نوموړی وویل"هغه څه چې تر دې دمه ترسره شوي متاسفانه دګاونډیتوب او ورورګلوی فضا یې خرابه کړې ده او هیله من یو چې دپاکستان حکومت په خپل سیاست کې تغیرراولي،شوم هدفونه هیر کړي اوافغانستان ته د یوه خپلواک ګاونډي هیواد په توګه وګوري"

دکنړ والي کلیمزي په داسې حال کې له پاکستان دولت څخه دافغانستان ځمکني بشپړتیا ته د درناوي کولوغوښتنه کړې چې نه یوازې تیره اونۍ دهیواد په ختیز ولایت ولایت لسګونه توغندي ویشتل شوي بلکې دپخواني ولسمشر حامدکرزي د دویمې دورې له واکمنۍ څخه تردې دمه سلګوونه توغندي د ننګرهار او کنړولایتونو په سرحدي سیمو له کرښې هغې اړې ویشتل شوي او دځاني تلفاتو ترڅنګ یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.