اشرف غني دسولې خبرو دپاره دپاکستان وزیراعظم ته دکابل دسفر بلنه ورکړه

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني دپاکستان دملي امنیت مشاور سره په لیدنه کې دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته د کابل د سفر بلنه ورکړې ده اؤ ویلي یې دي چې ددې بلنې مقصد د دوؤ ریاستونو ترمینځ هراړخیزو مذاکراتو دپاره ګام پورته کول دي.

دپاکستان دملي امنیت مشاور ښاغلي ناصر جنجوعه نن (شنبه) کابل ته یو هئیت په مشرۍ د خپل سفر په مهال دافغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني سره په صدارټي ماڼۍ کې لیدلي اؤ په یو لړ مهمو معاملو یې ورسره خبرې کړي.

سرچینې وایي دافغان اولسمشر اؤ لوړپوړي پاکستاني چارواکي ترمینځ لیدنه کې دافغان دولت لخوا په دې وروستیو کې طالبانو سره د جوړجاړي په پیل شوؤ هڅو بشپړ خبرې شوي اؤ پاکستاني لوري افغان دولت ته باور ورکړی چې پاکستان به د سولې په هڅو کې خپل رغنده رول ولوبوي.

ددغه لیدنې نه وروسته افغان اولسمشر ښاغلي اشرف غني پخپله ټوئټر پاڼه ددغې لیدنې عکسونه خپاره کړي اؤ لیکلي یې دي چې هغه دپاکستان وزیراعظم ته دافغانستان دسفر بلنه ورکړې ده.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی جنجوعه به د افغان اولسمشر ترڅنګ د افغانستان د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره هم لیدل کتل وکړي.

داجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل دوائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې ویلي ،دافغان حکومت لپاره امنیتي مسایل زیات ارزښت لري اودپاکستان دبهرینو چارو له مشاور ناصرجنجوعه څخه به افغان مشران وغواړي چې هیواد یې له ترهګرو ډلو د ملاتړ څخه لاس واخلي.

فیصل ویلي ،د کابل او سلام اباد ترمنځ دباور فضا د رامنځه کیدو لپاره اړینه ده چې دپاکستان له اړخه کیدونکي ژمنې عملي شي او له دې پرته پرپاکستان افغان حکومت هیڅ ډول دهمکارۍ باور نه شي کولی.

نوموړي وویل “مونږ به بیا هم له پاکستان سره دا بحث مطرح کوو چې هغوی دې له افغان طالبانو او له هغو ترهګرو ډلو څخه چې په افغانستان کې تروریزم او افراطیت ته وده ورکوي، مرسته ونه کړي ترڅو زمونږ او دپاکستان په اړیکو کې باوري روحیه قوي شي“

په ورته وخت کې دولسي جرګې غړی صالح محمد صالح کابل ته دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت سلاکار سفر ته په نیک نظر ګوري او وايي ښايي چې له دې وروسته دافغانستان او پاکستان په اړیکو کې مثبت بدلون رامنځته شي.

صالح محمد صالح دا هم وايي ،په دې وروستیو کې ترهګرۍ پرضد دپاکستان د نه همکارۍ له امله پرهغه هیواد فشارونه زیات شوي اوپاکستان اړ دی چې له افغانستان سره اړیکې جوړې کړي.

نوموړي وویل:”پاکستان اوس په دې پوهه شوی چې په افغانستان کې امن دپاکستان په خیردی اود دنیا لخوا هم په پاکستان نیوکې زیاتې شوي دي او له همدې امله پاکستان غواړي چې له نړۍ او امریکا سره خپل تعلقات جوړ کړي او ددې لپاره یوازنی لاره کابل سره داسلام اباد دښو اړیکو لپاره دهڅو پیلول دي”

طالبانو ته دافغان حکومت دسولې هراړخیزې طرحې له وړاندې کولو وورسته کابل ته دا دکوم لوړ پوړي پاکستاني چارواکي لمړی سفر دی.

افغان حکومت تل پرپاکستان تور لګولی چې له طالبانو ملاتړ کوي له اسلام اباد څخه غواړي چې له افغان حکومت سره طالبان دسولې مذاکراتو ته حاضر کړي خو دپاکستان حکومت ویلي له ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي اوپرطالبانو هم کوم اغیز نه لري.