نیکولسن: پر طالبانو د ټولنیزو، مذهبي او سفارتي فشارونو تر څنګ به جګړه هم دوام لري

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن وايي، د روان ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې به پر طالبانو ټولنیز، مذهبي او سفارتي فشارونه زیات شي، چې هغوی سولې ته غاړه کښېږدي.

جنرال نیکولسن د ګل- دوشنبې په ورځ په کابل کې له رسنیو سره د خبرو په مهال د نوي لمریز کال یا نوروز د مبارکۍ تر څنګ وویل، که طالبان امن مذاکراتو ته تیار نه شي، نو پر هغوی له نورو لارو فشارونه زیاتېدای شي:

"سږ کال د انتخاباتو په ترڅ کې په دې تمه یو چې پر طالبانو به ټولنیز فشار زیات شي او همدارنګه د هغو دیني عالمانو له خوا به مذهبي فشار ورباندې زیات شي، چې د انډونېشیا په غونډه او نورو ځایونو کې یې ترهګري غیراسلامي بللې او دا به د جهاد لپاره د دوی مذهبي جواز ختم کړي"

نیکولسن زیاته کړه چې د ټولنیزو او مذهبي فشارونو تر څنګ به پر طالبانو سفارتي فشارونه هم زیات کړي او د امریکې د جنوبي اېشیا د تګلارې په وسیله به پاکستان دې ته اړ کړي، چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهر ملاتړ وکړي.

د ولسمشر غني د امن پلان د پاکستان په شمول نړیوال ملاتړ تر لاسه کړی، خو وسلوال طالبان لا ورباندې پټه خوله دي. ښاغلي نیکولسن وویل، طالبانو ته د ولسمشر اشرف غني د سولې وړاندیز له سخاوته ډک دی:

"د امن پلان د راتلونکي لپاره له هیلو ډک دي. موږ پوهېږو په افغانستان کې د امن په اړه پخوا هم خبرې شوې دي، خو څه چې دا ځل بدل دي هغه دا حقیقت چې طالبانو امریکې ته پرانیستی لیک لېږلی او د سولې په اړه بحثونه کوي"

د روان ۲۰۱۸م کال د فبرورۍ په ۲۸مه د کابل پروسې دویمه غونډه، چې ولسمشر غني پکې طالبانو ته د امن پلان وړاندې کړ.

جنرال نیکولسن وړاندې وویل، د سولې له بهیر سره سره به له طالبانو سره جګړه هم په روان کال کې دوام ولري.

ده دا هم وویل، چې امریکايي او ناټو ځواکونه به په ځمکنیو جګړو کې برخه نه اخلي خو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو مشر جنرال نیکولسن د تېرې چارشنبې په ورځ هم ویلي وو، چې د طالبانو لپاره د خبرو دا ښه وخت دی که نه وي سږ به هغوی په جګړه کې زیات تاوانونه وویني.

پاکستان طالبانو ته د افغان حکومت د امن د پلان هرکلی کړی او له طالبانو سره په مذاکراتو کې د مرستې ډاډ یې هم ورکړی، خو تر اوسه یې په دې اړه کوم عملي ګام نه دی اخیستی.