دارګ اؤ عطاء نور ترمینځ شخړه هواره شوه، دامریکا هرکلی

دافغانستان په شمال کې دبلخ ولایت دمقام پرسر دجمعیت ګوند او ارګ ترمنځ رامنځته شوې شخړه دشوي توافق له مخې هواره شوه.

دبلخ سیمه ییزو چارواکو ویلي ،دبلخ پخواني والي عطامحمد نور غوښتنې دارګ لخواپه شوي توافق کې ومنل شوې اودبلخ ولایت لپاره نوی والي سیداسحاق رهګزر او محمداکرام سامع د امنیه قومندان په توګه وټاکل شول.

په کابل کې دامریکا سفیر او د ولسي جرګې یو شمیرغړو له عطامحمد نور څخه په سوله ییزه توګه نورو چارواکو ته د واک له لیږد څخه خوښي څرګنده کړې او له دې پریکړې یې هرکلۍ وکړو.

دبلخ د والي ویاند منیر فرهاد له وائس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې ویلي له تیرو شاخوا دریو میاشتورا په دیخوا دبلخ پخواني والي عطامحمد نور او ارګ ترمنځ دبلخ ولایت دمقام پر ناندرې روانې وې خو تیره ورځ د دواړو خواؤ دټاکل شویو ډلو ترمنځ روان کړکیچ پای ته ورسیدو.

فرهاد وايي دبلخ ولایت مقام څخه داستعفا په بدل کې دعطامحمد نور د ۱۲ ماده یزه وړاندیزڅخه ارګ له ۸ وړاندیزونو سره موافقه ښودلې او دڅلورو نورو پرسر دنظر اختلاف شتون لري او په نږدې وخت کې به پر پاتو وړاندیزونو هم موافقه وشي.

د منیرفرهاد په وینا په دې غوښتونو کې چې دجمعیت کوند لخوا ارګ ته وړاندې شوي دبلخ ولایت او امنیه قومندانۍ لپاره دجمعیت ګوند دخوښې کسانو ټاکل،په پارلمان کې سیاسي احزابو ته دبرخې ورکول ، دلویې جرګې رابلل ،په اساسي قانون کې تعدیل راوستل،دسیاسي احزابو دمشرانو شورا جوړیدل، پارلماني انتخاباتوترسره کول اویوشمیرنور شامل دي.

نوموړي وړاندې وویل"دبلخ نوي والي محمداسحاق رهګرز او نوي امنیه قومندان محمداکرام سامع له جمعیت اسلامي سره په تفاهم دسیمه ییزې خپلواکې ادارې په وړاندیز او دارګ په منظورۍ خپل کار پیل کړ"

په کابل کې دامریکا سفارت دارګ او عطامحمد نور ترمنځ دخبرو له لارې د کړکیچ له هواري څخه هرکلۍ وکړو.

په افغانستان کې دامریکا متحدو ایالتونو سفیر جان اربس لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې له دندې دعطامحمد نور له استعفاکولو او په سوله ییزه توکه د واک انتقال ستایل شوی او شوي دي چې دعطامحمد نوردا قدام دافغانستان د دیموکراسۍ د لا پیاوړتیا اوپه انتخاباتو کې پر مشرانو دخلکو دباور په زیاتیدو سره ارتباط لري.

په ولسي جرګه کې دبلخ ولایت استازې ګلالۍ نور ساپۍ هم په سوله ییزو توګه دجمهوري ریاست او دعطامحمد نور ترمنځ د روانې شخړې هواریدل پرځای پریکړه کڼلې خوپه وینا یې عطا محمد نور چې حکومتي مامور ؤ باید دحکومت له پریکړې څخه یې سرغړه نه وی کړی.

نوموړې له وائس اف امریکا ډیوه سره په خبرو کې وویل "کله چې یو حکومتي مامور له دندې دلرې کولو پریکړه وشي هغه حق نه لري چې په غبرګون کې شرایط وړاندې کړي

هغې وویل دا دقانون خلاف او یوغیراصولي کاردی ،دلته دوګانه چلن شوی که له ټولو والیانو سره دا ډول چلن کیږي اوهغوی د وړاندیزونو دمنلو په صورت کې له دندې لرې کیږي دا به په یوه حکومت کې دنورو حکومتونو دشتون په معنی وي

هغه وایي "ځیني والیان په ډیر شرافت سره دامر په صورت کې دندې پریږدې خو ځیني بیا دمرکزي حکومت له امر څخه سړغړونه کوي اوزما غوښتنه دا ده چې دوالیانو دتغیر او بدلون کې قانون باید یوشان پلی شي"

دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۳میاشتې وړاندې دافغانستان په شمال کې دبلخ ولایت څخه دجمهوري ریاست لخوا دعطا محمد نور دلرې کولو پریکړه شوې وه خو نوموړي دارګ له دې پریکړې څخه مخالفت څرګند کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې له دندې یې هیڅوک نه شي لرې کولی او ترهغې چې شرایط یې ارګ ونه مني دی به دبلخ دبرحاله والي په توګه دنده پرمخ بیايي.

ارګ اودعطا محمد نورترمنځ رامنځته شوې شخړه وروسته په داسې حال کې هواره شوه چې ښاغلي نور په تیرودریو میاشتو کې حکومت هم ګواښلی و او په خبري کنفرانسونو کې یې ویلي وؤ که حکومت یې پرضد له زوره کار واخلي نوغاښونه به یې وباسي.