افغان حکومت: د تاشکند غونډه کې د افغانانوپه مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ وشو

افغان حکومت وایي په نړیواله او سیمه ییزه کچه د افغانستان د سولې د بهیر په لومړي ځل ملاتړ وشو او له وسلوالو طالبانو وغوښتل شول چې له شرایطو پرته له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات وکړي.

د ولسمشر غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، د تاشکند کانفرنس پایلې د افغانستان لپاره ډېرې ګټورې دي او له طالبانوغوښتل شوي چې له شرایطو وړاندې کولو نه بغیر دې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سولې خبرې تر سره شي. مینه پال وویل:

"د تاشکند کانفرنس له لاسته راوړنو او یو مهم کانفرنس وو، د لومړي ځل لپاره په نړیواله او سیمه ییزه کچه د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ وشو او د افغانانو په مالکیت باندې تر ټولو بریالۍ پروسه وبلل شوه او له وسلوالو وغوښتل شول چې د افغانستان په مالکیت باندې د سولې پروسې ته لبیک ووايي او له تروریستي ډلو سره هر ډول وسلوالې همکارۍ بندې شي".

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د ۲۳ هېوادونو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو په داسې حال په دوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ اعلان وکړ او له طالبانو یې له افغان حکومت سره د سولې د مذاکراتو د پیلولوغوښتنه وکړه چې له تېرو پینځو ورځو راهیسې په هلمند ولایت کې د سولې په اړه د ولسونو پرلت روان دی.

د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کې د ولسونو له خوا د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو د پیل په هدف دوه سترې کیږدۍ لګول شوي چې یوه یې یواځې مېرمنو ته ځانګړې شوې ده.

د مېرمنو د پرلت یوې تنظیموونکې حسنیه احساس له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، د سولې په تړاو د مېرمنو را ټولېدل وروسته له هغې په هلمند کې پیل شوه چې د مخالفینو له خوا په دې روستیو کې په وزرشي لوبغالي کې د تر سره شوي برید په مهال ګن شمېر ولسي خلک مړه او ټپیان شول.

نوموړي ویلي له هغې ورځې وروسته هره ورځ د مېرمنو پرلت ته لسګونه مېرمنې راځي او له طالبانو او افغان حکومته غوښتنه کوي چې روانه جګړه پای ته ورسوي او د سولې خبرې وکړي. حسنیه احساس وویل:

"د جګړې دواړو خواوو قرباني مېرمنې دي، که طالبان وژل کیږي او که افغان امنیتي ځواکونه، د دواړو خواوو مېرمنې زیانمنې کیږي او که عام ولس مري همدا ولس قرباني کیږي په هرلوري یې قرباني یواځې مېرمنو ته متوجه ده، په هر کور کې یتیمان، کونډې لرو او غوښتنه مو دا ده چې د همدې یتیمانو، کونډو او بې سرپرسته کورنیو په خاطر سوله وشي".

د سولې په تړاو د ولسي حرکت مشرې ویلي سبا به د مېرمنوپه ګډون د ولسي حرکت لسګونه کسان د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته- چې د طالبانو مرکز پکې موجود دی- هغوی ته د سولې د پیغام په هدف ورځي او له هغوی به غواړي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او د سولې لپاره تر هر څه وړاندې د جګړې اوربند وشي. هغې زیاته کړه:

"موږ په پلان کې لرو چې سبا پنجشنبه سهار اوه بجې په زرګونه میندې او وروڼه راټولیږو او په موسی کلا کې د طالبانو مرکز ته ورشو او له دوی سره د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړو. دوی ته به پښتنې میرمنې ټیکری خپور کړي او تش یې رټول نه کړي، چې موږ ته په دې ټیکري کې سوله را ونغاړي".

دا په داسې حال کې ده چې نن چهارشنبې وسلوالو طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د سولې په اړه د هلمند د خلکو د ولسي حرکت هرکلی کړی او د سولې له روان خوځښته یې غوښتي چې لومړی باید سوله له بهرنیانو وغواړي.