د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي پاکستاني پوځ یې ټولې آییني غوښتنې نه دي منلې

د پښتون ژغورنې غورځنګ ویاند شهباز ستوریاڼی وایي د دوی چې کومې مهمې غوښتنې دي د پوځ ویاند پر هغه هیڅ نه دي ویلي.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، منظور پښتین چې کومې غوښتنې ورته وړاندې کړې وې، د هغوی "جایزې غوښتنې" یې منلې دي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې د دوی "آییني غوښتنې" یې نه دي منلې. د پوځ ویاند آصف غفور وایي:

"ما پخپله له منظور پښتین سره ولیدل، حیرانوونکی ځوان دی، د دوی چې کومې اصلي غوښتنې وې او دستي پوره کېدای شوای هغه خو پوره شوه. د وطن کارډ [د ختمولو] اعلان مو وکړ"

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ویاند شهباز خان ستوریاڼي وي.او.اې ډيوه ته وویل، چې یواځې د راو انوار په نیولو او د وطن کارډ په ځینو ځایونو کې ختمولو باندې دوی خپل احتجاجي تحریک نه ختموي او باید ټولې غوښتنې یې ومنل شي.

ستوریاڼی وایي د دوی چې کومې مهمې غوښتنې دي د پوځ ویاند پر هغه هیڅ نه دي ویلي:

"موږ وایو ورک خلک دې عدالت ته وړاندې شي، په فاټا او پښتونخوا کې دي ماینونه پاک شي، پر چیک پوسټونو دې زموږ بې عزتي، د ښځو او ناروغانو ځورول دې بند شي او د پښتنو د غیرعدالتي وژنو لپاره دې عدالتي کمیشن جوړ شي"

شهباز ستوریاڼی وایي دا د دوی د تحریک نتیجه ده چې پر چیک پوسټونو خلکو ته د شربتونو ورکول پیل شوی او د پوځ ویاند د پښتین نوم په خوله واخیست:

"پر چیک پوسټونو یو څه نرمي جوړه شوې ده، د خلکو د جذباتو سړولو لپاره هغوی ته شربتونه ورکول پیل شوي دي، خو خلک خبر دي او په دې خبرو نه تېروځي، که منظور پښتین ورته ووایي شربت مه څښئ نو بیا به یې ونه څښي"

آصف غفور وایي د نقیب الله مسید د وژنې په عکس العمل کې چې کوم تحریک پیل شوی وو، د هغه په وژنه تورن پولیس افسر خو ونیول شو، عدالت به هغه او ملګرو ته یې سزا ورکړي، خو وایي اوس دې تحریک ته نور اړخونه ورکړل:

"څومره چیک پوسټونه چې په ټول هېواد کې مخکې وو اوس هغومره پاته نه دي، د سیند، بلوچستان او پنجاب یو عسکر چې پر سړک پر چیک پوسټ ولاړ وي د ځان ژغورنې لپاره نه د ولس د ژغورنې لپاره ولاړ وي، که تاسې فکر کوئ چې نور خطر نه شته نو بیا دې ختم شي، خو تر څو چې د ترهګرۍ خطر په بشپړه توګه نه وي ختم شوی دا چیک پوسټونه به د امنیت لپاره موجود وي".

د پاکستان پوځ وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ټولو زیات ملاتړ د افغانستان له خوا تر لاسه کړی، چې وایي د ډیورنډ له پورې غاړې بېلابېل اوازونه ورته راتلل، خو د دې غورځنګ مشران ووايي د افغانستان پر همدردۍ پاکستاني چارواکو ته پرېشاني نه ده پکار.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ویاند شهباز ستوریاڼی وایي په ټوله نړۍ کې خلکو د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ احتجاجونه وکړل، نو د افغانستان ولس چې له کوزو پښتنو سره په وینه، ژبه او کلتور شریک دی ضرور به یې ملاتړ کوي.