افغان چارواکي: په تازه پوځي عملیاتو کې ۲۳ طالبان وژل شوي

د افغانستان ددفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په هېواد کې ۶۹ ځانګړي پوځي عملیات ترسره کړي چې پکې ۲۳ طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شویدي.

دفاع وزارت په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي دي، چې دغه عملیات د افغانستان په فراه، بادغېس، تخار، بدخشان، ارزګان، غزني او هلمند ولایتونو کې ترسره شویدي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي، چې د ترهګرو په وړاندې په دغو پوځي عملیاتو کې له هوايي ځواک څخه هم کار اخیستل شوی.

د دفاع د وزارت مرستیال ویاند محمد راد منش تېره ورځ ویلي و، افغان پوځ پلان لري چې د پارلماني ټاکنو څخه مخکې د هېواد په یو شمېر هغو ولسوالیو کې چاڼیز پوځي عملیات پېل کړي په کومو کې چې د ترهګرو ګواښونه موجود دي.

ټاکل شوېده چې په افغانستان کې به پارلماني ټاکنې (د ولسې جرګې او ولایتي شورا ګانو ټاکنې) د روان کال د اکټوبر د میاشتې په ۲۰ نېټه ترسره شي.