په یمن کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام څلور ګودامونو اور اخیستی او اټکل ۵۰ ټنه خوراکي توکي په کې سوځیدلي.

د يمن په هودیده ښار کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام یا (ډبلیو ایف پي) ګودامونو اور اخیستی چې له کبله یې نوموړې ادارې ته لوی مالي زیان اوښتې او د بشرې مرستو ډیر توکي د ګودامونو دننه سوځیدلي. د يمن خبري ادارې د شنبې په ورځ دغه خبر ورکړی او وییلي چې د نوموړې ادارې څلور ګودامونه او اټکل ۵۰ ټنه خوراکي توکي سوځیدلي. تر اوسه د اور لګیدو سبب نه دی روښانه شوې خو د ملګرو ملتونو ادارې د یمن چارواکو څخه غوښتنه کړی چې د دې پیښې پلټنې وکړي چې اور څنګه لګیدلی. دغه ګودامونه نه یوازې خواړه لري بلکې په کور دننه یمني کډوالو د مرستو لپاره نور تجهیزات لکه کمبلې او توشکې یا تولایانې هم لري.