ایا کابل ته د پاکستان د وزیر اعظم له سفر څخه مثبته تمه کیدای شي؟

په کابل کې افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په خپلو کې د لیدو وروسته خبریالانو ته هېڅ نه دي ویلي خو ارګ وايي، په افغان خاوره باندې د توغندیو ویشتل او له افغان فضايي حدودو څخه د پاکستان سرغړونه د خبرو مهم ټکي وو.

د ولسمشر اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، دواړو لوریو د سولې په ګډون، د ترهګرۍ په وړاندې جګړې، سیمیزې همکارۍ او له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لیارې پاکستان ته د انرژۍ په لېږد هم خبرې وکړې.

"افغان حکومت تمه لري چې د دولتونو په کچه رغنده او مثبتې خبرې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پخوانۍ ستونزې حل کړي "

دی زیاتوي، د لومړي وزیر (وزیر اعظم) عباسي په مشرۍ کابل ته ورغلي پاکستاني پلاوي طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له وړاندیز څخه هم ملاتړ څرګند کړ او وویل چې هېواد یې چمتو دی له دغه بهیر سره مرسته وکړي.

مرتضوي وړاندې وویل، افغان ولسمشر له پاکستاني پلاوي سره د بندیانو د تبادلې، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سړکونو او د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو په اړه هم خبرې وکړې.

په افغانستان او پاکستان کې سیاسي څېړونکي کابل ته د وزیر اعظم عباسي د سفر مثبتو پایلو ته تمه نه لري.

د پاکستان انګلیسي ژبې رسنۍ هم وخت ناوخت د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلارې نیوکې کوي او وايي چې په پاکستان کې بهرنی سیاست د پوځ په لاس کې دی نه د ملکي حکومت.

د پاکستان یوې سیاسې کارپوهې ګل مینه بلال وي او اې ډیوې ته وویل:

"کابل ته د وزیر اعظم عباسي تګ یوه ښه خبره ده. دا ښه خبره ده چې ملکي حکومتونه سره خبرې وکړي خو دا معلومه نه ده چې د یو ملکي وزیراعظم په لاس کې به څومره واک او صلاحیت وي. "

افغان سیاسي کارپوهان وايي، پاکستان د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې تر سخت فشار لاندې راغلی. اوس دوی یواځې د نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندي.

افغان سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي وي او اې ډیوې ته وویل:

"پاکستان له نړیوالو سره د پشي او موږک لوبه کوي او تر هغو چې د پاکستان پوځ او استخبارات له افغانستان سره خپله نه اعلان شوې جګړه پای ته و نه رسوي نو د پاکستان له ملکي ادارو سره خبرې به کومې مثبتې پایلې و نه لري. "

د پاکستان حکومت په یو ټویټ کې لیکلي، چې وزیر اعظم عباسي له ولسمشر غني سره د افغانستان د سولې او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په ګډون په یو شمېر نورو مسلو خبرې کړیدي.

د پاکستان وزیر اعظم نن د جمعې په ورځ له غرمې مخکې کابل ته رسېدلی دی او د همدې ورځې ناوخته به کابل پرېږدي.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره شوی چې په افغانستان کې حکومتي چارواکي او ولس د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ختیځ کونړ باندې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله خواشیني او په غوصه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی و او دایې د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا باندې د نړیوالو قوانینو پرخلاف یو څرګند تیری ګڼلی و.

د پاکستان حکومت له ددغو بریدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

کابل ته د شاهد خاقان عباسي سره په ورغلي پلاوي کې د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران او د ملي امنیت سلاکار هم ملګري وو.

افغان سیاسي څېړونکي وايي، د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ همغږي نه لیدل کیږي ځکه پوځ په کونړ توغندي توغوي، پوځي الوتکې یې د کونړ په دانګام بمونه غورځوي خو وزیر اعظم یې کابل ته سفر کوي.