د شمالي وزیرستان تاجران په پوځي عملیاتو کې د ۲۰۰۰۰ تباه شویو دوکانونو تاوان غواړي

د میرانشا او میرعلي د شل زره تباه شویو دوکانونو تاجران وایي، که تاوان ور نه کړل شي نو د خپلو کورنیو له زرګونو کسانو سره به په اسلام اباد کې احتجاج پیل کړي.

د شمالي وزیرستان تاجرانو په پېښور کې احتجاج پیل کړی او غوښتنه کوي چې په سیمو کې یې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو په مهال د شل زره تباه شویو کاروبارونو تاوان دې ورکړل شي.

تاجران وایي د خپلو تباه شویو کاروبارونو په اړه یې د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپریدي ته هم شکایت کړی، چې تاوانونه دي ورکړل شي خو وایي هغه ورسره په یوولسو میاشتو کې دوه ځله لیدلي، خو غوښتنه یې تر اوسه نه ده منل شوې.

د میرانشا او میرعلي دغه تاجران وایي په ۲۰۱۴م کال کې چې د دوی په سیمو کې عملیات پیل شول، نو دوی کډه شول او کورونه- کاروبارونه هر څه ترې پاته شول، خو کله چې بیرته خپلو سیمو ته ور ستانه شول، نو کاروبارونه او دوکانونه یې تباه وو.

د شمالي وزیرستان د تاجرانو د ټولنې مشر زین الله وي.او.اې ډیوه ته وویل: "کله چې موږ کډه کېدلو دوکانونه مو له سامانونو ډک پاتې وو، خو کله چې بیرته راغلو نو دوکانونه مو نه وو په بیلډوزر هوار کړل شوي وو".

د شمالي وزیرستان تجارانو د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاجي کېمپ لګولی.

د شمالي وزیرستان دغو تجارانو د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاجي کېمپ لګولی او وایي چې تر څو حکومت ورته د خپلو کاروبارونو تاوان نه وي ورکړل احتجاج به ختم نه کړي. یو دوکاندار امشاد الله داوړ وایي، د دوکانونو له تباه کېدو سره یې په اربونو روپۍ تاوان شوی دی:

"زموږ ځکه په اربونو روپۍ تاوان شوی دی، چې موږ له افغانستان سره کاروبار کاوه، له چین څخه به مو په کنټینرو سامانونه راوړل، له دوبۍ سره مو کاروبار کاوه، خو موږ ته یې د عملیاتو تر پیل کېدو مخکې صرف درې ورځې وخت راکړ نو موږ خو د کور له سامانونو پرته بل څه له ځانه سره نه شول وړای".

یو بل وزیرستانی دوکاندار محمد شفیق وایي، له سیمې یې د عملیاتو په وخت شاوخوا لس لکه (یو میلین) کسان کډه شوي وو، چې د هرې کورنۍ یوه تن یو دوکان لري او د دغو دوکانونو شمېر ۲۰۰۰۰ وو چې وایي ټول تباه شول او دوکانداران یې اوس ټوله بې روزګاره دي:

"زموږ درېیمه څلورمه ورځ ده چې دلته په احتجاج ناست یو، که زموږ غوښتنې چا ونه منلې او موږ ته یې د خپلو کاروبارونو تاوان را نه کړ، نو بیا زموږ هدف اسلام اباد دی او دا ټول شل زره دوکانداران به په اسلام اباد کې احتجاج کوو".

د شمالي وزیرستان تاجرانو د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او ولسمشر ممنون حسین څخه غوښتنه وکړه، چې د دوی د کاروبار غم دي وخوري، ځکه چې وایي د کاروبار د نشتوالي له امله یې اولادونه فقر ته اړ دي او له تعلیمه بې برخې شوې دي.