لېمه: د انځورګرۍ په وسیله د پښتون ژغورنې غورځنک ملګرتیا کوم

لېمه څاروان یوه انځورګره ده چې د خپل هنر له لارې غواړي نړۍ ته د پښتنو کلتور وښيي او له هم دې لارې د سولې په فعالیتونو کې برخه اخلي.

لېمه د افغانستان په سرښار کابل کې زېږېدلې ده او لومړنۍ زدکړې یې هم په نوموړي ښار کې کړي دي، خو اوس له خپلې کورنۍ سره په پراګ کې ژوند کوي.

هغه وايي افغانستان کې د کورنیو جګړو له کبله ونه توانیده چې خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکړي.

مېرمن څاروان له امریکا غږ ډیوه سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې غواړي له خپلو انځورونو څخه په کار اخیستو د جګړې پر ځای پر نورو کلتوري موضوعاتو خبرې اترې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره د لېمې څاروان جوړ کړی علامتي انځور.

هغې د پښتون ژغورنې غورځنک علامتي خولۍ- چې د یوې پښتنې مېرمنې په لاس کې ده او خپل کلتوري افغاني جامې یې هم اغوستي دي- ډېره ښکلې انځور کړې او وايي له دې لارې له خپلو نورو پښتنو وروڼو او خویندو سره په روان احتجاجي پاڅون کې برخه اخیستل غواړي.

​لېمې په ځینو نورو انځورونو کې د افغانستان ملي اتلان، افغاني ټولنه او د کلتور رسامي هم کړي دي، خو تر اوسه یې د خپلو انځورونو کوم نندارتون نه دی جوړ کړی.

لېمې څاروان د پښتو د ډېرو کتابونو لپاره د پښتۍ انځورونه هم جوړ کړي دي.

لېمه څاروان پر ټولو نورو میرمنو غږ کوي چې د خپل هنر له لارې دې په تولنه کې فعاله ونډه واخلي.

د افغاني ټولنې د مشرانو یو انځور.

د هغې پيغام د افغانستان نورو مېرمنو ته هيله درلودل او پر ځان باور لرل دي. هغې زياته کړه :

"تاسو ډېر استعداد لرئ. په بېلا بېلو برخو کې ډېر توان او وړتیا لرئ. تاسو خپل استعداد له ځانه سره مه پټوئ. نړۍ ته یې رابرسېره کړئ. تاسو په خپل هنر خپل ځان ته، خپلې کورنۍ او خپل کلتور ته ګټه رسولای شئ".

د احمدشاه بابا انځور.

هغه پلان لري چې کله هم بیرته افغانستان ته ستنه شي نو نورو نجونو او مېرمنو ته به د رسامۍ یا انځورګرۍ ښوونې پیل کړي.

لېمه څاروان وايي که موقع ورکول شي نو پښتنې ښځې د نړۍ د نورو ښځو په ډول په خپل لیاقت او هنر نه یواځې ځان ته اقتصادي خپلواکۍ موندلای شي بلکې کورنۍ، ټولنې او کلتور ته هم ګټه رسولای شي.