اشرف غني‌ طالبانو ته:که افغانان اؤ مسلمانان یئ،سوله وکړئ

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دافغانستان ویلي دطالبانو لخوا دخندق په نامه پیل شوې جګړه دخپلواک افغانسان پرضد ده.

نوموړی ویلي طالبان دغزه خندق په معنی نه پوهیږي او نو ځکه یې دیو خپلواک او مسلمان هیواد پرضد په دې وروستیوکې جګړه اعلان کړه.

کابل کې یوې دستورې ته پخپله وینا کې اشرف غني وویل"طالبانو د خندق په نامه د جګړې اعلان کړی،عجبه ده ،ایا دغزوه خندق دجګړې په مفهوم دوی پوهیږي.؟ دا جګړه دیو مسلمان اود خپلواک افغانستان پرضد جګړه ده"

اشرف غني ویلي طالبانو سره دسولې لپاره ملي ،سیمه ییزه او نړیواله همغږي شتون لري چې څرګنده بیلګه یې دکابل او تاشکند په کفرانسونو کې د نړۍ اوسیمې د هیوادونولخوا د پراخ ملاتړ څرګندیدل وؤ

ښاغلي اشرف غني د طالبانو د روانې جګړې دهغه توجیح په اړه چې په افغانستان کې یې دبهرینو ځواکونو حضور ښودلی، ویلي له هغې ژمن تیا سره چې افغان حکومت درلود ۱۲۰۰۰۰ بهرني ځواکونه وتلي دي خولاهم جګړه روانه ده.

د ښاغلي غني په وینا"که په افغانستان کې لاهم نړیوال ځواکونه میشت دي په دوو دلایلو سره دي،یو د مخالفینولخوا دافغان حکومت پرضد د جګړې اعلان او دوهم ترهکرو سره دهغوی اړیکې دي اومونږدراتلونکو نسلونود ارامۍ اودافغانستان بقا لپاره جنګ کوو"

نوموړي ویلي ټول طالبان جګړه نه غواړي خو دکم شمیر کسانولخوا پر اکثریت د طالبانو جګړه تپل شوې ده.

نوموړی وايي افغان حکومت دسولې لپاره بشپړ واک او اراده لري او له طالبانو یې یوځل بیا وغوښتل که افغانان اومسلمانان یاست د ولس پراخه غیږه ومنئ او سوله وکړئ.

هغه وویل"دافغانستان ستر ولس په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې ډیرې قربانۍ ورکړې باید دسولې اراده له لاسه ورنه کړو"

هغه وویل "دافغانستان دښمنان غواړي چې نن له دې پرتمنې جسلې نه زه بیا د جګړې اعلان وکړم او ووایم چې سوله ختمه ده ،سوله نه ختمیږي ترڅو چې سولې ته ورسیږو اما دسولې لار سیخه نه ده اوباید ملي ،نړیواله او سیمه ییزه اجماع وساتو"

افغان حکومت په داسې حال کې یو ځل بیا طالبان سولې ته را وبلل چې دکابل په دویم کنفرانس کې دسولې وړاندیز ته طالبانو ځواب نه دی ورکړی او په دې وروستیو کې یې دخندق په نامه دافغان حکومت پرضد د پسرلني عملیاتو دپیل خبره کړې