دمطبوعاتو نړیواله ورځ افغانستان کې دوژل شوؤ خبریالانو په ویر بدرګه کیږي

په داسې حال کې چې سبا په ټوله نړۍ کې دمطبوعاتو دازادۍ ورځ نمانځل کیږي افغانستان کې به په دغه ورځ خلک د هاغو ۱۱ؤ خبریالانو د وژنې په ویر اخته وي چې دتیرې دوشنبې په ورځ کابل کې په ځانمرګي برید اؤ دترهګرۍ دوؤ نورو پېښو کې وژل شوي.

دخبریالانو دخوندیتوب کمیټه وایي دتیرو کلونو برعکس سږ کال دمئ دریمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ دافغانستان درسنیو او د خبریالانو د ماتم ورځ ده.

دچهاشنبې په ورځ کابل کې دمطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې دستورې ته په وینا کې دخبریالانو د خوندیتوب دکمیټې مسئول صدیق الله توحیدي ویلي په دې وروستیو کې نهه خبریالان په کابل او دوه نور په خوست او کندهار کې په بې رحمۍ سره د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.

نوموړي وویل"مونږ دمی دریمه نه لمانځو،دخپلو هاغو ۱۱ؤ وژل شوؤ ژورنالستانو ویر کوؤ چې په روانه اوونۍ کې دکابل په خونړي برید اؤ اؤ د خوست اؤ کندهار د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي دي"

دخبریالانو دخوندیتوب ادارې ویلي له هاغو ترهګرو ډلو څخه دخبریالانو د ژوند دخوندیتوب هیڅ غوښتنه نه لري چې دافغانستان خبریالان ،افغان حکومت اوعام ولس خپل دښمن ګڼي خو په وینا یې افغان حکومت باید د مظلومو افغان خبریالانو دامنیت دخویتوب په هدف دې له ژمنو پرته دعملي ګامونو دپورته کولو لپاره جدي اقدام ترسره کړي.

خبریالانو دخوندیتوب ګمیټې مشر توحیدي ویلي،په خبریالانو د شویو بریدونو له امله ترهګرې ډلې خپلو شومو موخوته نه شي رسیدلي او په دې ډول بریدونو سره ترهګر یوازې خپلو لمنو ته اور اچوي.

نوموړي وویل"د بیان او د رسنیو ازادي په دې هیواد کې د یو پیاوړي ارزښت په توګه بنسټ لري،نه طالبان ،نه دحقاني شبکه ،نه داعش ،نه القاعده شبکه او نه هیڅ یوه ترهګره ډله دبیان د ازادی بهیر ځنډولی شي خو یوازې به د خپلو جنایتونو دګراف کچه لوړه کړي"

په افغانستان کې دمطبوعاتو دبیان د ازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې دتیرو کلونو برعکس په غم او دخبریالانو لپاره له مصیبتونو ډکه ورځ وبلل شوه چې د تیرې دوشبې په ورځ په کابل او خوست او همداراز تیره اونۍ په کندهار کې دترهګرو لخوا په شویو هدفي بریدونو کې ۱۱ تنه خبریالان او درسنیو کارکونکو ژوند بایللی او ۷ نور ټپیان شوي دي.