دبشري حقونو اداره:افغانستان کې دبشري حقونو وضعیت ترینګلی کیږي

دبشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې روان وضعیت داندیښنې وړ بللی او د وسله والو مخالفینو ،افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو څخه یې غوښتنه کړې چې دعامو ولسي خلکو د ژوند دخویتوب لپاره دبشري حقونو نړیوال قوانین خیال وساتي.

دبشري حقونو د څارټولنې هم په تازه څرګندونو کې پرافغان حکومت او مرسته کوونکو هیوادونو له دې امله نیوکه کړې چې په افغانستان کې د جګړې قربانیو شویو کسانو له کورنیو سره اړینې مرستې نه دي ترسره شوي.

دبشري حقونو خپلواک کمیسیون ویاند بلال صدیقي امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وايي په ټولیزه توګه دافغانستان دننه د بشري حقونو حالت داندیښنې وړدی او ورځ تربلې یاد حالت دیوستر کړکیچ په طرف روان دی.

نوموړي وویل"زمونږ څیړنیز ماموریت دا جوتوي چې په افغانستان کې دبشري حقونو وضعیت داندیښنې وړ دی، ورځ تربلې دناامنیو په بیلابیلوپیښو کې د ولسي تلفاتو کچه د لوړیدو په حال کې ده، ښه بیلګه یې دنوم لیکنې په مرکزونو کې پرعامو ولسي خلکو بریدونه دي"

دهغه په وینا دښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی دکچې زیاتوالی،د افغان ماشومانو وضعیت او د ناامنیو زیاتوالی چې عام ولس یې قربانی دی له مهمواساسي اندیښنو څخه ده

دبشري حقونو ادارې له وسله والو مخالفینو،افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو څخه په جدي توګه غوښتنه وکړه چې دبشري حقونو دخراب وضعیت دقابو کولو لپاره دبشري حقونو نړیوال قوانین مراعات کړي.

د دې ادارې ویاند صدیقي وویل"په افغانستان کې دبشري حقونو کړکیچن اوداندیښنې وړ حالت هغه وخت قابو کیدلی شي چې دبشر دوستانه نړیوال قوانین مراعات شي ،دجګړې قواعدو ته درناوی وشي ،عام ولس د ناامنیوپه پیښو کې هدف ونه ګرځول شي دقانون حاکمیت لپاره جدي مبارزه وشي اوهغه څوک چې دافغان وګړو حقوق ترپښو لاندې کوي قانون ته وسپارل شي ترټولو مهمه جګړه باید کنټرول اوسوله رامنځته شي"

همدارازدبشري حقونو د څارټولنې په تازه رپوټ کې دطالبانو او داعش ډلې لخوا په بریدونو او جګړو کې کې دقرباني شویو کسانو دپاتې کورنیو غړو پرهغه حالت اندیښنه ښودلې چې دامهال له ګنو اقتصادي او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دې ادارې مشرې میرمن ګاسمن ویلي هغه بریدونه چې دیاغیانو لخوا په جوماتونو او همداراز په عامه ټولګټو ځایونه ترسره شوي ښځې اوماشومان یې د ژوند له بیلابیلوکړاونو سره مخامخ کړي دي.

نوموړي وویل "دا بریدونه پرهغو کسانو منفي اغیز لري چې دکورنۍ سرپرستان یې له لاسه ورکړي دي میرمنې کونډیږي،ماشومان یې بې سرپرسته اوله ښوونځیو پاتې کیږي ،دوی له ګڼو اقتصادی ستونزو او رواني حالت سره مخامخ دي اودا یو سترجنګي جنایت دی"

همدارازدبشري حقونو دڅار ټولنې پرافغان حکومت له دې امله نیوکه کړې چې د جګړو قربانیو شویو کورنیو سره یې اړینې مرستې نه دي ترسره کړي.

دبشرحقونو دې ادارې پر وسله والو طالبانو اوپه افغانستان کې دجګړې له ټولو ښکیلو اړخونو غوښتي چې پرښوونځيو ،جوماتونو ،روغتونونو ،عامه ملکی ځایونوباندې د بریدونو له ترسره کولو لاس واخلي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه دبشري حقونو د څار ټولنې د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

دافغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال راد منش ډیوې ته ویلي، دجګړې پرمهال دولسي خلکو دژوند خوندیتوب دافغان پوځيانو له لومړیتوب څخه دی خوپه وینا یې وسله وال مخالفین له عام ولس نه د سپر په توګه کار اخلي اؤ دعامو خلکو ژوند ته هیڅ ارزښت نه لري.

ردامنش په خبرو کې زیاته کړه ،دفاع وزارت هڅه کوي چې خلکو ته دهوسا ژوند کولو زمینه برابره کړي او عام ولس د وسله والو او ترهګرو ډلو له روانو جنایتونو څخه چې پرولس یې تحمیل کړې وژغوري.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې دبشر حقونو ادارې ویلي په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د جګړواو د بیلابیلو ناامنیو په ترڅ کې ۹۴۱۳ تنه ولسي خلک وژل شوي اوپه روان ۲۰۱۸ میلادي کال کې دولسي خلکو دمرګ ژوبلې دکچې په زیاتیدو انديښنه ښودل شوې.