د قبایلو سرتاسري شورا: د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډول ورته د منلو وړ نه دي

په افغانستان کې د قبایلو سرتاسري شورا ویلي له خېبرپښتونخوا سره د قبایلي سیمې یا فاټا د یوځای کېدو په اړه د پاکستان د پارلمان لخوا شوې پریکړه قبایلو ته د منلو نه ده او پرضد به یې به جدي توګه خپل غږ پورته کوي.

د قبایلو سرتاسري شورا مشر زرجان شینواري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې د پاکستان د پارلمان له هغې پریکړې سره جدي مخالفت څرګند کوم چې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ دپارلمان وکیلانو په خپله عمومي ناسته کې له خېبرپښتونخوا سره د قبایلو د یوځای کېدو په اړه وړاندې شوې طرحه د رایو په کثریت تایید کړه.

زرجان شينواری

​زرجان شینواري وايي د قبا یلي سیمو برخه لیک د ټاکلو په اړه د قبایلو نظر نه دی اخیستل شوی او دا پریکړه د پاکستان پارلمان نه بلکې د پاکستان پوځ کړې او یاده فیصله قبایلو ته منظوره نه ده.

نوموړي زیاته کړه "قبایل ځان ته د صوبې غوښتنه لري د پښتنو د مشرانو محمودخان اڅکزي مولانا فضل الرحمن په همدې ټینکار کاوي خو د هغوی غوښتنې په نظر کې ونه نیول شوې مونږل ه خیبرپښتونخوا سره په صوبې کې د یوځای کیدو په پرېکړه خوښ نه یو ځکه چې په ۱۰۰کې ۲۰ سلنه قبایلو هم په دې اړه مثبت رایه نه ده ورکړې".

همداراز د قبایلو سرتاسري شورا مشرزرجان شینواري،دقبایلي سیمو په اړه د پارلمان پریکړه ناجایزه او دهغوی له حقونو سره غړونه وګڼله او ګواښ یې وکړ چې د دې پریکړې پرضد ټول قبایل به په نږدې راتلونکي کې په یوغږ د خپلو انساني او حقوقي غوښتنو لپاره سوله ییزه مبارزه پېلوي.

هغه زیاته کړه "دا لس کاله په قبایلو کې جګړه روانه ده زمونږ د خیبرپښتونخوا پښتنو یوه ورځ هم د دوی په حمایت کې یو اواز پورته نه کړ چې دلته په وزیرستان او باجوړ کې څه روان دي او ډیر ژر به قبایل د شوې فیصلې په اړه جدي غبرګون څرګندوي، د قبایلي مشرانو غونډه رابلل کیږي اوخپل غږ به د پریس کنفرانس دلارې اوچتوي".

دا په داسې حال کې ده چې د زیات یا پنجشنبې په ورځ دپاکستان پارلمان په عمومي ناسته کې وکیلانو له خیبرپښتونخوا سره دقبایلی یا فاټا سیمو د ځای کیدو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه.

او د جمعې په ورځ بيا د پاکستان برني اېوان سېنېټ هم دغه پرېکړه تاييد کړې او د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو منظوري يې ورکړې ده.

دحقوقوي چارو افغان څیړونکي د قبایلو په اړه په یو اړخیزه توګه د پاکستان د حکومت دا پریکړه د هغو تړونونو خلاف ګڼلي کوم چې دافغان او بریتانوي هندي چارواکو ترمنځ لسګونو کلونه وړاندې شوي دي.

که څه هم افغان حکومت د قبایلو د برخلیک په اړه د پاکستان د دې اقدام په اړه څه نه دي ویلي خو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویلي په دې اړه به ډیره ژر افغان حکومت خپل رسمي دریځ روښانه کړي.