هلمند:دطالبانو زندانونو نه ۹۶بندیان راخلاص کړل شوي

افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په هلمند ولایت کې د طالبانو ددؤ زندانونو نه دښځو اؤ ماشومانو په ګډون ۹۶بندیان راخلاص کړي دي.

چارواکو داهم ویلي نن سهار دهلمند په کرشک ولسوالۍ کې دپولیسو په لومړۍ پوسته دموټر بم برید هم شوی.

په هلمند کې سیمه ییزو چارواکو ویلي ،افغان ځانګړو ځواکونو تیره شپه د دې ولایت کجکي ولسوالۍ اړوند د سره کاریز او د ده بابا سیمه کې دطالبانو لخوا په جوړ شویو دوو زندانانو هپه وکړه.

دهلمند د پولیسو ویاند عبدالسلام افغان له ډیوې سره په خبرو کې ویلي،په دې ځانګړوعملیاتو کې د طالبانو لخوا د جوړشوؤ دوو زندانونو څخه د ۶ تنو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۹۶ کسان ازاد شوي دي.

دپولیسو ویاند ویلي دطالبانو په زندان د امنیتي ځواکونو دچاپې پرمهال په ازاد شویو کسانو کې دوه سیمه ییز پولیس هم شامل دي او دنورو امنیتي کسانو دپیژندنې لړی دا مهال روانه ده.

نوموړي ویلي دافغان ځانګړو پوځیانو لخوا په شویو خاصو عملیاتوکې ۴ تنه وسله وال طالبان چې دزندان دساتلو مسئولیت یې درلود وژل شوي او همداراز یوه اندازه چاودیدونکي توکي او ګن شمیر وسلې هم دافغان پوځیانو لاس ته ورغلي دي.

دیو بل خبرله مخې نن سهار د هلمند په کرشک ولسوالۍ کې دموټربم برید شوی.

امنیتي چاوراکو ویلي دموټربم برید نن سهار ۹ نیمې بجې دکرشک ولسوالۍ د پولیسوپه لومړي پوسته کې ترسره شو چې له امله یې درې تنه پولیس ټپیان شوي دي.

دهلمند دپولیسو ویاند عبدالسلام افغان دهمدې امنیتي پیښې په تړاو ویلي دموټربم برید هدف ته له رسیدو وړاندې دپولیسو لخوا پيژند شوی او په برید کوونکي د ډزو پرمهال موټرکې ناست ځانمرګي برید کوونکي موټر ته چاودنه ورکړه.

نوموړي وویل دموټربم برید کوونکي غوښتل ولسوالۍ ته داخل شي خو دپولیسو لخوا په لومړنی تلاشی کې ترپيژندلو وروسته پرې ډزې وکړې

هغه وویل دموټرد انفجارله امله یوازې درې تنه پولیس ټپیان شوي دي،ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی خو مالي زیانونه دشاوخوا سیمو ولسي خلکو ته اوښتي دي

دموټربم برید او همداراز د زندانونو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.