راشد خان وايي يو کال وشو کور ته نه يم تلی

د افغانستان ستوری لوبغاړی راشد خان وايي د يو کال راهسې کور ته نه دی تلی خو د ستونزو او بدامنۍ ښکار خپل وطندار ورته ياد دي.

راشد خان چې دا وخت په هند کې د خپلې ملي لوبډلې لخوا د بنګله دېش سره د سياليو په سيريز کې بوخت دی ويلي يې دي،

"يو کال وشو کور ته نه يم تلی، کورنۍ او دوستان راته ډېر يادیږي، دا سخت درد راکوي چې بيرته په کور (هېواد) د چاؤدنې واورم، تر دې چې زه په ايي پي اېل کې ووم زما په پلارنۍ سيمه کې چاؤدنه وشوه، زه ډېر خفه ووم، زما يو دوست پکې ژوند دلاسه ورکړی ؤ".

د افغانستان ستوری لوبغاړی وايي دغه ډول پېښې مې اغېزمنوي خو زه هڅه کوم او فکر کوم چې ښه لوبه وکړم او د خفګان سره مخ خپلو خلکو ته د خپلې لوبې د لارې خوشحالي ورکړم.

راشد خان په خپلو لاسته راوړنو د خوشحالۍ څرګندونه کړې چې په لږ وخت يې د کرکټ په نړۍ کې ځان وځلاؤ او غټې کاميابۍ يې ترلاسه کړې.

ښاغلی خان چې په وروستيو کې د هند پريمئيرليګ (ايي پي اېل) کې د سنرايزر حېدر اباد لوبډلې لخوا لوبېدلی او د هغه په غوره لوبه سنرايزر په سیمې فاينل کې د کلکته نايټ رايډر لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

راشد خان دا وخت د کرکټ د نړيوال کونسل د شل اووريزو سياليو د بالرانو په درجه بندۍ کې په اول نمبر دی.

په ايي پي اېل کې د غورې لوبې وروستو په سوشل ميډيا داسې غوښتنې شوې وې چې راشد خان ته دې د هند تابعیت ورکړی شي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني په راشد خان ویاړ کړی او هغه ته يې ملي پنګه ويلي ؤ چې هيچا له یې نه ورکوؤ.

راشد خان چې عمر يې لا د ۲۰ کالو نه دی د کال ۲۰۱۵م په اکتوبر کې يې نړيوال کرکټ پېل کړی او تراوسه پورې يې په نړيواله کچه ستاينې روانې دي.