د متحده عرب اماراتو لخوا افغانستان ته د نېټو بهرنيو ځواکونو د سيوري لاندې د روزنې، مشورې او ملاتړ په موخه د پوځي سرتيرو لېږلو وړانديز تاييد شوی دی.
د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې د ارزونې وروستو د متحده عرب امارتو د سرتيرو ورلېږلو وړانديز تاييد شوی دی.
ارګ ويلي، "د ملي امنیت شورا د متحده عربي اماراتو وړاندیز چې له مخې یې د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه د سوفا موافقتنامې سند سره سم د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د ښوونې، مشورې او ملاتړ په خاطر را لیږل کېږي، له ارزونې وروسته تائید شو".
خو د ارګ په بيان کې دا نه دي ويل شوي چې دا سرتيري به کله افغانستان ته راشي او شمېره به یې څومره وي.
ځيني افغان رسنيو دا خبر هم ورکړی چې د متحده عرب اماراتو سره قطر هم افغانستان ته سرتيري ليږي خو ارګ په دغه اړوند څه نه دي ويلي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نيکلسن تېره اوونۍ ويلي ؤ چې متحده عرب امارات او قطر غواړي چې خپل سرتيري افغانستان ته وليږي.
هغه ويلي ؤ ، دا يواځې د امریکا مشن نه دی په دې کې ۳۹ هېوادونه دي او زمونږ سره به دوه نور هېوادونه قطر او يوای اي هم ګډ شي.
د متحده عرب اماراتو سرتيرو له دې وړاندې هم د نړیوالو ځواکونو اېساف په ماموريت کې په افغانستان کې وخت تېر کړی دی.
متحده عرب اماراتو په خپله هم د نوؤ سرتيرو افغانستان ته لېږلو په اړوند لا څه نه دي ويلي.
په افغانستان کې دا وخت ۱۳۰۰۰ بهرملکي سرتيري موجود دي چې زياتره يې امريکايي دي.