دفاع وزارت:ښارونو ته راغلي ترنیمایي زیات طالبان خپلو کورونو کې پاتي شوي

دافغانستان دفاع وزارت ویلي،اختر په ورځو کې دشوي اوربند په پایله کې سلګونه طالبانو چې له افغان امنیتي ځواکونو اوعامو ولسي خلکو سره یې یوځای اختر ولمانځه ، ترنیمايي زیات یې په خپلو کورونوکې پاتي شوي او غواړي چې دسولې له پروسې سره یوځای شي.

دفاع وزارت ویاند جنرال درامنش امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي هغه طالبان چې دپلازمینې کابل په ګډون دافغانستان ګن شمیر ولایتونو مرکزونو ،ښارونو ،ولسوالیو کې یې له خپلو کورنیو سره یوځای اختر ولمانځه دوی له جګړې لاس اخیستی او په دویم ځل دافغان حکومت دمخالفینوله لیکو سره یوځای کیدل نه غواړي.

هغه وویل "یوازې کابل ښار ته ۲۴۰۰ طالبان بغیر له وسلو ننوتي وؤ چې دوی ټول له امنیتي سرتېرو سره راجستر شوي دي او همدا وضعیت په نورو ولایتونو کې هم ؤ د سوله ییز ژوند کولو په هیله دي او افغان حکومت به هم دوی ته دژوند مناسب چاپیریال رامنځته کړي"

وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د درې ورځني اوربند په پایله کې خپلو اړوند کسانو ته امر وکړ چې له ښارونو ووځي او یو ځل بیا یې دافغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو پوځیانو پرضد د جګړې دپیل خبر ورکړو.

داختر په موقعه چې طالبان دعرونو څخه ښارونو ته راکوز شوي وؤ د خلکو سره یې دعکسونه اخستي وؤ اؤ خوښي یې ښودلې وه چې اوربند باید وغځول شي.

طالبانو له حکومتي کسانو سره دخپلو اړوند کسانود عکسونو په اخستو غبرګون ښودلی او ویلي دی هغو طالبانو ته به سزا ورکړي چې افغان امنیتي ځواکونو سره یې عکسونه اخیستي دي.

دمدني تولنې غړې حمیده وردګ له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې کې ویلي روانه جګړه په افغانستان کې دهیڅ لوري په ګټه نه ده او طالبان کوالی شي چې دتاوتریخوالي او جګړې پرځای د سوله ییز سیاست له لارې خپلو موخو ته ورسیږي.

نوموړې وړاندې وویل زمونږ غوښته له طالبانو څخه دا ده چې دسیاسي ،مدني او ګوندي سیاستونو له لارې خپل اهداف چې هغه دافغانستان دملي ګټو پربنسټ وي تعقیب کړي ،

دهغه په وینا"زما اود یوطالب درایې ترمنځ اوهمدا راز په پارلمان کې زما او دیوطالب چوکۍ ترمنځ توپیرشتون نه لري،دافغانستان اساسي قانون مونږاو تاسو دواړو ته یوشان حق را کړی راځئ دپوځي جګړې پرځای سیاسي جګړه وکړو که په سیاست تاسو ګټونکی شوئ مونږموتر شاته ولاړیو او که مونږ ګټونکي شو تاسو له مونږ سره ودریږئ ،دجګړې وروستۍ پایله سوله ده راشئ دافغانستان دخلکو دسولې غږ ته هرکلی ووايئ"

داپه داسې حال کې چې طالبانو له افغان حکومت سره درې ورځنی اوربند ونه غځولو او دافغان حکومت داختر له ۵ مې وروسته دلسو نورو ورځو لپاره د اوربند موده وغځوله خوطالبانو دافغانستان دحکومت لخوا داوربند دتمدید په اړه څه نه دي ویلي.