د سولې ولسي حرکت: ملګري ملتونه دې د جګړې د پای لپاره عملي ګامونه واخلي

د سولې د ولسي حرکت د يوناما د دفتر مخې ته پرلت

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته دسولې ولسي حرکت پرلت کوونکو ویلي، ملګرو ملتونو ته د سولې ولسي حرکت د ملاتړ پرځای په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره خپل نیت په عمل کې ثبات کړي.

دسولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطن دوست له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي د جګړې ترشاه چې دکومو هېوادونو لاس دی پرهغوی دې فشار راوړي ترڅو د جګړې له ښکیلو خواو له ملاتړه لاس واخلي او په هېواد کې تل پاتې سوله او امن رامنځته شي.

هغه وویل "ملګروملتونوته دافغانستان د جګړې ملاتړي هېوادونه ښه معلوم دي او د دې پرځای چې زمونږ دملاتړلپاره ټویټونه کوي هغوی دې په عمل کې څرګنده کړي، جګړه کې دشاملو هېوادونو نومونه دې په ډاګه کړي او پرهغوی دې غږ وکړي چې نور افغانانا پریږدي چې په خپل منځ کې سره سوله وکړي او د جګړې خوابدي اړخونه چې اوس یوبل ته په سنګرونو کې ناست دي ، د روغې جوړې زمینه دې ورته برابره کړي".

په کابل کې د ملګرو ملتونو یا یوناما دفتر مخې ته له کیږدۍ پرته په عمومي سړک تېره ورځ دسولې ولسي حرکت خپل درې ورځنی پرلت پېل کړ او له دې نړیوالې ادارې څخه یې دافغانستان د روانې جګړې دپای په هدف دعملي مرستې غوښتنه وکړه.

د دې ادارې د دفتر مخې ته داعتراض په پېل سره دملګرو ملتونو یا یوناما ویلي دسولې دخبرو اترو دپیل لپاره د بین الافغاني مذاکراتو اود اوربند ملاتړ کوي.

یوناما یا ملګرو ملتونو دسولې ولسي حرکت ته د هرکلي ویلو په ګډون په ټویټرپاڼه زیاته کړه چې د یادې ادارې دروازې پرمخ خلاصي دي او په خبره یې د اوربند په غځېدو سره دسولې دخبرو پېل ته به زمینه برابره شي.

په افغانستان کې دامریکا متحدو ایالتونو او ناټو ځواکو عمومي قومندان جنرال جان نکلسن په تازه خبرو کې ویلي هغه هېوادونو چې پرطالبانو اغیز لري دسولې خبرو ته دطالبانو رابللو هڅې پیل شوي دي.

نکلسن سولې خبرو ته دطالبانو په حاضرولو کې دپاکستان رول مهم ګڼلي اوهیله یې څرګنده کړه چې اسلام اباد به له افغان حکومت سره دسولې خبرو اترو ته د طالبانو په راوستو کې مثبت رول ترسره کړي.

دسولې ولسي حرکت ویلي ،په افغانستان کې دروانې جګړې د پای او دسولې دراتګ په هدف به د ملګروملتونو دفترمخې ته له درې ورځني پرلت وروسته دامریکا اوله هغه وروسته دپاکستان ،ایران او روسیې هیوادونوسفارتونو مخې ته داعتراضونو لړۍ غځوي.