اشرف غني: دیني علماؤ د۴۰ کلن ناورین پای ته زمینه برابره کړه

Ashraf Ghani

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني نن د خالي،یکشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت سفر کړی او په دغه ولایت کې يې د ملکي ،نظامي او قومي مشرانو غونډې ته په خبرو کې ویلي افغان دیني علماؤ د ۴۰ کلن ناورین دختمیدو لپاره زمینه برابره کړه.

افغان دیني علماؤ د روان ۲۰۱۸ میلادي کال د جون په میاشت کې دافغانستان د روانې جګړې په تړاو دفتوې په صادرولو سره یاده جګړه او ځانمرګي بریدونه ناروا او حرام ګڼلي وو.

محمد اشرف غني ویلي تل پاتې سوله به په میراث پریږدي اوپه ختیځ میشتو ولسونو یې غږ وکړ چې له طالبانو سره د سولې لپاره ازاد فکر او ټینګه اراده باید ولري.

محمد اشرف غني وویل "راتلونکي کې نه دسولې لپاره انحصار موجود دی او نه دافغانستان دپرمختګ لپاره ،دسولې لپاره ملي اجماع شته،شاوخوا ۸۰ سلنه سیمه ییزه اجماع مو راوستې او نړیواله اجماع مو جوړه کړې ده ".

جمهور رییس ویلي،افغانستان یو داسې مرحلې ته رسیدلی چې اوس په کې د ۴۰ کلن ناورین دپای نښې لیدل کیږي.

نوموړي ځوان افغان نسل ته د مسئولیت او صلاحیت په سپارلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې ولس اصلاحات غواړي اوباید په دې برخه کې معامه ترسره نه شي او دې لپاره په ځوان نسل کې بشپړه همغږي شتون لري.

ښاغلي اشرف غني زیاته کړه "افغانسان په یو خاص فرصت کې ده او داسې یو حالت ته رسیدلي یو چې د ۴۰ کلن ناورین پای په کې زه لیدلی شم او له علماؤ کرامو نه مننه کوم چې ددې لپاره یې زمینه برابره کړه ،دسولې لپاره امکان شته او د دې لپاره هم باید ازاد فکر ولرو او هم پیاوړې اراده".

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې دافغانستان په ختیځ ننګرهار کې ولس ته دسولې د راتګ ډاډ ورکړ چې دسولې عالي شورا چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې راتلوونکې اونۍ به په پاکستان کې دسولې په تړاو غونده جوړیږي.

که څه هم دسولې شورا چارواکوپه یاده غونده کې دګډون کوونکو هېوادونو داستازو په تړاو څه نه دي ویلي خو تمه یې ښودلې چې په اسلام اباد کې دافغانستان دسولې په تړاو راتلوونکې جوړیدونکې دغونډې پایله به دسولې په ټینګښت مثبت اغیز ولري.

یاده دې وي چې تېره ورځ محمد اشرف غني ویلي له پاکستان سره دسولې دهمکارۍ په تړاو د کاغذ پرمخ د دواړو هیوادونو ترمنځ دهمکارۍ ژمنې شوي او د دې ژمنو دعملي کیدو لپاره یې دعملي اقداماتو داخیستو غوښتنه وکړه.

د ولسمشر د دې څرګندونو په تړاو په کابل کې دپاکستان سفیر په تازه څرګندونو کې ویلي پاکستان د افغانستان دسولې او امن په ټینګښت کې خپل رول ښه پیژني اود خپل هیواد به استازیتوب یې ژمنه وکړه چې په ښه ډول به خپل کردار ترسره کړي.