د پښتنو لوبغاړو د غوره لوبې له امله پاکستان استرالیا ته ماته ورکړه

Fakhar Zaman of Lahore Qalandars

د پاکستان د کرکټ ملي ټیم د پښتنو لوبغاړو د غوره لوبې له امله استرالیا ته په ۴۵ منډو ماته ورکړه.

پاکستان لومړی بیټینګ وکړ او استرالیا ته یې د ۱۹۴ منډو هدف وټاکه.

که څه هم پاکستان په لومړي سر کې په سختۍ مخې ته روان وو خو فخر زمان په خپل غوره بیټینګ په ۴۲ بالونو کې ۷۳ منډې جوړې کړې.

ورپسې حسین طلعت په ۲۵ بالونو سره ۳۰ منډې او اصف علي په ۱۸ بالونو سره ۳۷ مڼدې جوړې کړې.

دا په ټي ټوینټي لوبو کې د استرالیا په وړاندې د پاکستان لخوا تر ټولو زیاتې منډې ګڼل وې.

وروسته له هاغې چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پاکستان زمبابوې ته ماته ورکړه دا د پاکستان لپاره یو ستره بریا ګڼل کیږي.