په افغانستان کې یو امریکايي سرتېری په خپلمنځي برید کې وژل شوی، دوه ټپیان

د امریکا تر مشرۍ لاندې پوځي ایتلافي ځواکونو ویلي، د افغانستان په یو سویلي ولایت کې په یو خپل منځي برید کې د امرکايي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان دي.

د امریکا د متحده ایالاتونو پوځي چارواکو په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې دا پېښه په سویلي افغانستان کې رامنځ ته شوې خو د برید مشخص ځای یې نه دی ښودلی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوو امریکايي ټپيانو حالت له خطره بهر دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې یو افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې دا برید په اروزګان ولایت کې شوی.

خبر زیاتوي چې د امریکايي سرتېرو د پیژندګلو معلومولو په هکله کابل کې د لوړپوړو امریکايي پوځي چارواکو سره اړیکه نیول شوې وه خو هغوی په سمدستي توګه د نورو معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې.

تر پېښې وروسته طالبانو یو بیان خپور کړ چې په کې یې له یو افغان سرتېري څخه د دغه برید مننه او ستاینه کړې، خو د برید په ترسره کېدو کې د لاس لرلو په اړوند یې څه نه دي ویلي.

سږ کال په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو دا درېیمه پېښه ده.