د امریکا د بهرنیو چارو وزير په ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی

افغان حکومتي چارواکو ویلي ،د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به د افغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غني اوله ګڼو نور افغان مشرانو سره لیده کاته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مایک پومپیو له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته د نوموړي لومړۍ سفر دی چې ترسره شو.

د امریکا دې جګپوړي چارواکي افغانستان ته په داسې حال کې نن د ګل، دوشنبې په ورځ سفر کړی چې ټاکل شوې سبا د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان دسولې په اړه د نړۍ او سیمې د ۳۶ هېوادونو دیني عالمانو کوربه توب وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان الله طاهري له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې ویلي په دې کنفرانس کې چې د افغانستان ،پاکستان ،هند او د نړۍ او سیمې لسګونه دیني عالمان په کې برخه اخلي د افغانستان جګړه د شریعت له مخې څیړل کیږي او دیني علما پرې خپل نظر څرګندوي.

دسعودي عربستان د جدي ښار په غونډه کې سبا دسه شنبې په ورځ د سیمې او نړۍ لسګونه دیني عالمان په داسې حال کې د افغانستان د جګړې په اړه بحث او خبرې کوي چې تر دې وړاندې په کابل کې د یوې سترې غونډې پرمهال افغان دیني عالمانو او له دې وړاندې په انډونيشيا کې د افغانستان ،پاکستان او د انډونيشيا دیني عالمانو افغان جګړه ناروا او داسلام ضد ګڼلې وه.