نړیواله څېړنه: ماشوم ته د مور شیدې هر کال په نړۍ کې د اتو لکو ماشومانو ژوند ژغوري

څېړنې ښيي چې ماشوم ته د مور شیدې ورکول هر کال اټکل د اته لکه ۸۰۰،۰۰۰ ماشومانو ژوند ژغوري.

خو امریکا د ملګرو ملتونو د هغه قرارداد مخالفت وکړ چې میندې ماشومانو ته د خپلو شیدو ورکولو لپاره هڅوي.

د ماشوم د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یواځې ورته د مور د شیدو وړاندیز کيږي.

د تېرو تجربو په اساس د روغتیا چارواکي وايي ماشوم ته تی ور کول دواړو مور او ماشوم ته ګټې لري.

د مور شیدې ماشوم له وایرسونو، اسهال او استفراق څخه ژغوري. ډاکټر جون ینګر میکس، د فلورېډا ایالت د طبي پوهنتون او کالج څېړونکې وايي:

"مونږ پوهېږو چې د ماشوم د زېږېدلو وروسته د مور لومړۍ شیدې چې کولوسټروم ورته ویل کیږي، د ماشوم لپاره ډېرې مهمې دي ځکه چې دا شیدې په ډېره پیمانه کې ایموګلوبین لري او ماشوم له هر ډول جراثیم او انفیکشن څخه ژغوري ".

هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته وچې شیدې یا فارمولا ورکوي پکار دی چې له پاکو اوبو او د پاک چوشک یا د شیدو له بوتل څخه کار واخلي، چې د ماشومانو د ناروغیو مخه ونیسي.

د بفلو ایالت د پوهنتون څېړونکی ډاکټر ډینیس وايي: "ماشوم ته د مور شیدې یا د تي ورکولو ګټې ډېرې زیاتې دي چې د ډېرو ناروغیو مخه نیولای شي".

که څه هم په فارمولا کې تر پخوا ډیر ښه والی او ګټې اضافه شوې دي، خو ډاکټران وايي د مور د شیدو د ګټو برابر هیڅ څه هم نه شي کېدای.

هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته تی ورکوي نو د تي او تخمدان د سرطان خطر یې هم کمیږي. له دې پرته چې ماشوم له نورو ناروغیو ژغوري، وروسته یې د چاغوالي د ناروغۍ خطر هم کموي. ډاکټران وايي پکار دی د کورنۍ او ټولنې له خوا له هغو میندو سره مرسته وشي او دې ته لا نور وهڅول شي، چې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکول غواړي.