مهم نړیوال خبرونه

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په داسې حال کې چې په بلجیم کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي، د ناټو په غړو هېوادونو باندې نورې نیوکې هم کړي.

ټرمپ په خپلې ټوېټر پاڼې باندې د نهې یا سې شنبې په ورځ لیکلي، امریکا د ناټو په چوکاټ کې تر بل هر هېواد زیاتې پیسې لګوي تر څو هغوي وژغوري او دا د امریکا مالیه ورکونکو ته مناسبه نه ده.

ټرمپ زیاته کړې، چې له دې سربېره امریکا له اروپايي ټولنې سره د سوداګرۍ په ډګر کې ۱۵۱ بیلینه ډالره له لاسه ورکوي او په امریکا باندې لوړ ټکسونه لګوي.

ناټو ویلي، امریکا په ۲۰۱۷ کال کې د دوی د ۷۰ فیصده لګښتونو لپاره پیسې ورکړي.

------------------------

د برتانیې لومړۍ وزیرې ټېرېسا مې خپل د اوږدې مودې ملاتړ کونکی جېرمي هنټ د بهرنیو چارو د وزیر په توګه.

دغه نوې ګمارنه وروسته له هاغې وشوه کله چې پخواني وزیر بوېس جانسن له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې د وتلو په مسله کې د اختلافاتو وروسته د ګل یا دوشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه.

هنټ چې د روغتیا پخوانی وزیر دی په اصل کې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې د وتلو یا برکزیټ مخالف دی خو وايي چې اوس يې ملاتړ کوي.

---------------------

د جاپان په جنوب لویدیځ کې ژغورونکي او پلټونکي د تېرې اونۍ د ځمکې ښویدنې د پېښې راوروسته اوس له یوې بلې ستونزې سره هم مخ دي چې هغه ډېره ګرمه هوا ده.

چارواکي له ګرمۍ سره د تړلو ناروغیو په اړه اندېښنه لري او وايي چې دا مهال د تودوخې درجه د سانټې ګرېد تر ۳۵ اوړي.

په جاپان کې تېره اونۍ د ځمکې د ښوېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵۵ کسان مړه شوي دي.

دا مهال تر ۷۰۰۰۰ زیات سرتیري او د بېړنیو حالاتو کارکونکي په سیمه کې د ژوندیو پاتې کسانو د لټون په چارو بوخت دي.

------------------

په ایران کې یو شمېر مېرمنې په ټولنیزو رسنیو باندې د خپلې ګډا یا نسا د ویډیوګانو د خپرولو له امله نیول شویدي چې په ټولنیزو رسنیو باندې یې غوغا خپره کړېده.

خبر زیاتوي ایراني چارواکو د انسټاګرام نامتو څېره میدي هوجبري او دوه نورې ځوانې مېرمنې وروسته له هاغې ونیولې چې د خپلې ګډا ویډیوګانې یې خپرې کړې.

۱۹ کلنه هوجبري له تهران څخه ده او په انسټاګرام باندې د خپلې ګډا هغه ویډیوګانې خپرې کړې دي کوم چې یې ایراني او غربي موسیقي ته په خپل کور کې کړې کوله.

د نوموړې ویډیوګانو تر شپږ لکو زیات مینوال یا فالورز راخپل کړي وو.