امریکا یوه ایران پلوې بحرینۍ ډله د ترهګرو په نوملړ کې واچوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په بحرین کې د الاشتر په نامه ډله چې د ایران له انقلابي ګارد سره اړیکې لري د ترهګرو په نوملړ کې واچول شوه.

د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې الاشتر ډلې ددې کال په سر کې خپله بڼه بدله او تهران ته یې وفاداري ښودلې وه.

په بیان کې په یادې ډلې باندې تور پورې شوی چې د خلیج په سیمه کې د ایران د اجندا پراخوالي ته کار کوي.

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ترهګرۍ پرضد څانګې ناظم نتن اې سېلز وايي:

" له افریقا، اروپا، شمالي امریکا، اسیا څخه نیولې تر خلیج پورې ایران له ترهګرو ډلو څخه د خپل اغیز د پراخوالي لپاره کار اخلي او نړیوالې سولې او ثبات ته ضرر رسوي. "

نوموړی زیاتوي:

"الاشتر د ایران لخوا د ترهګرو په اوږده کتار کې یوه بله نوې ډله ده چې د دغه مفسد رژیم لپاره خلک وژني. د ترهګرې ډلې په توګه ددغې ډلې نومول دا پیغام رسوي چې امریکا دا څاري چې ایران د خپلو ترهګرو لخوا په بحرین کې څه کوي "

د سرایا الاشتر ډله چې شعیه ګان دي په ۲۰۱۳ کې جوړه شوې ده چې اصلي هدف یې په بحرین او د فارس په خلیج کې په وړو عربو هېوادونو کې له شاهي نظامونو سره مخالفت کول دي.

دغه ډله ادعا کوي چې د هغو شعیه ګانو له قهرجن غږ پورته کوي چې د ښکاره اکثریت سره سره د سوني خلیفه د قبیلې تر واک لاندې دي.

دغه ډله په بحرین کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو پرضد د کابو شلو بریدونو مسوله ګڼل کیږي.

یادې ډلې همدارنګه له دغه هېواد څخه بهر هم ځینې بریدونه ترسره کړي چې په عربي متحده اماراتو کې یې د ۲۰۱۴ کال د مارچ د میاشتې له بمي چاودنې څخه یادونه کېدای شي، په کومه کې چې دوه سیمیز پولیس وژل شوي وو.