افغان سېنټ: طالبان دې د سعودي کانفرنس د عالمانو په فتوا جګړه پرېږدي او سوله دې وکړي

په جده کې د نړۍ د اسلامي هېوادونو د عالمانو کانفرنس.

د افغانستان سېنټ یا د مشرانو جرګې پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د سعودي عربستان په جده او مکه مکرمه کې د نړۍ د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو خپره شوې فتوا ومني، د دایمي سولې په هدف له جګړې لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کښېني.

د افغان سولې په تړاو د نړۍ دیني علماوو له جدې ښاره وروسته د چهارشنبې په ورځ د مکې مکرمې په کانفرنس کې له بحث او خبرو وروسته ۷ مادې لرونکې اعلامیه خپره کړه او په ځینو مادو کې راغلي چې د افغانستان حکومت اسلامي دی، وګړي یې مسلمانان دي او روانه جګړه فتنه ده.

همداراز په خپره شوې اعلامیه کې ځانمرګي بریدونه او د افغانستان روانه جګړه د اسلامي اصولو خلاف او حرامه ګڼل شوې او له افغان حکومت او طالبانو پکې غوښتنه شوې چې د اوربند په کولو سره دې د سولې بین الافغاني مذاکرات وکړي.

د نړیوالو چارو سیاسي څېړونکی استاد نصرالله ستانیکزی وايي، د افغانستان د روانې کشالې په اړه د نړۍ د اسلامي هېوادونو دیني عملماوو د ګډ دریځ اعلانېدل د سولې لپاره معنوي اساس او بنسټ جوړ کړ.

نوموړي ویلي د نړۍ د علماوو ګډه اعلامیه به د سولې مذاکراتو ته د طالبانو پر حاضرېدو اغېز ولري او په وینا یې سعودي عربستان باید پر هغو هېوادونو لازم فشارونه راړوي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي:

"د اسلامي نړۍ د علماوو فتوا به پر طالبانو په تدریجي توګه مثبت اثر ولري ځکه چې د طالبانو په تحریک کې دیني عالمان شته او بل د ګاونډیانو مسله ده، سعودي عربستان پر پاکستان اغېزمن ثابت شوی او امیدوار یو چې د ریاض مقامات له دې موقعې په استفادې پر پاکستان د سولې په تړاو لازم فشار راوړي او ایران هم چې له طالبانو سره په ملاتړ تورن دی له ریاض سره دوښمني لري او د سعودي له خاورې چې کوم غږ پورته کیږي ایران یې مخالفت کوي، د سولې په اړه د سعودي غږ به پر ایران منفي اغېز ولري او پر پاکستان مثبت اثر درلودی شي".

د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، که طالبان غواړي چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، د اسلامي نړۍ د علماوو د خپرې شوې فتوا هرکلی دې وکړي او نور دې افغان وژنه بنده کړي:

"د طالبانو واکمنۍ په لومړي ځل د سعودي حکومت او دیني علماوو په رسمیت وپېژانده خو اوس چې د سعودي په ګډون د نړۍ لسګونو دیني عالمانو فتوا ورکړه چې روانه جګړه فتنه او حرامه ده اوس نو پکار ده چې طالبان د همدې علماوو پرېکړو ته احترام وکړي، له جګړې لاس واخلي او مشروع اړخ ته چې له هغې سره د افغانستان پرمختګ تړلی وي مخه وکړي".

وسلوالو طالبانو د افغان کشالې په تړاو د نړۍ د اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو اعلامیه رد کړه او په یوه تازه بیان کې یې ویلي، په سعودي کې د علماوو ناسته د امریکا په غوښتنه جوړه شوې او د امریکا پلوي دریځونه به یې پر مبارزې کوم اغېز ونه لري.

د سعودي عربستان په کوربه توب او د اسلامي هېوادونو سازمان په نوښت د جدې او مکې په ښارونو کې د افغانستان د سولې په تړاو کانفرنسونو کې چې د تېرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځ تر سره شو د نړۍ شاوخوا ۱۲۰ دیني عالمانو په کې برخه واخیسته.