پاکستان کې "په سوشل ميډیا د انتخابي کرکجنو وېناګانو"د سر خط لاندې ترسره شوې څيړنه کې ويل شوي چې په ملک کې د فېس بک د زياتو کارونکو باجود ټويټر د کرکجنو وېناګانو دپاره زيات کاريږي که څه هم د ټويټر د کاروؤنکو شمېره کمه ده.
د ځوانانو د پرمختيا لپاره جوړ غېر دولتي تنظيم (يوت ډويلپمپټ ارګنائزيشن) د سوله يیزه انتخاباتو دپاره د ځوانانو عمليات په نوم پروژې په تازه څيړنه کې ويل شوي چې عکسونه او ويډيوز په ټويټر تر ټولو زيات د کرکجنو موادو په توګه کارول شوي دي.
په دې پروژه کې د خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبې د لسو پوهنتونونو زده کوونکي تربيه کړی شوی دي.
د څېړنې ترمخه په پاکستان کې د فېس بک ۳۲ ملينه او د ټويټر ۳.۲ ملينه کاروونکي دي.
په دې څيړنه کې د ۳۰زرو ټويټر او فيس بک اکاونټونو څارنه تر درېو مياشتو پورې شوې ده.
څېړنه ښايي چې څه رنګه ټولنيزي رسنۍ يا سوشل ميډيا د کانديدانو او د هغوی د پلويانو لخوا د کرکې سوچ سېوا کړی او بې بنياده تورونه، شخصي سپکاوی، د مذهبي رواداري نشتوالې او جنسي تعصب تر ټولو زيات خپاره شوي کرکجن مواد دي.
په څيړنه کې د انتخابي کمپاين په مهال په ټولنيزو رسنيو تر ټولو زياتې سپکې سپورې د پاکستان تحريک انصاف او د پاکستان مسلم ليګ ن د کارکنانو ترمينځه ويل شوي دي.
د مسلم ليګ ن ډلې د ميډيا او سوشل ميډيا خېبرپښتونخوا مشر عبدالروف يوسفزی وايي زمونږ "افشل سوشل ميډيا کار کوونکو ته ويل شوي چی مخالف ګوند پسې به هيڅ قسمه د معيار نه پریوتې خبره نه کوئ اؤ فقط د پارټۍ مشرانو خبری به خپروئ".
يوسفزی وايي چی په سوشل ميډيا عامو کارکنانو ته خبره لاړه شي نو هلته بيا دغه مسله راپېدا شي او دا مسله د ټولو سياسي ګوندونو سره ده.
ژورنالسټ او استاذ علي ارقم د ټويټر د کرکجنې يا سپکاوي د وېنا دپاره کارېدو په اړه وايي "ټويټر په ظاهره د پېغام خورولو دپاره، هغه که ښه يا بد پېغام وي، زیات خلاص دی او په هغې چې د هېش ټېګ کومه سلسله ده او د فيډز کوم نظام دی هغه ډېر موثره دی ځکه هغه زر خوريږي د دې دپاره يې خلک کاروي".
نوموړی زياتوي په فېس بک د خبرې په رسولو کې وخت لګي بل لور ته په ټويټر دغه کار زر کيږي او د خورېدو رفتار يې ډېر تېز دی، په فېس بک ملګري جوړول غواړي او په ټويټر د يو خاص هېش ټېګ سره خلک بيا د هغې لټون هم په اسانه کولی شي.
نوموړی وايي درېمه دا "چې په ټويټر باندې زيات خلک په خپله نېغ په نېغه موجود دي لکه د پاکستان د پوځ ویاند چې څو ورځې وړاندې کوم اکاؤنټونه ښکاره کړي وو هغه يې هم ټول د ټويټر اکاؤنټونه ښکاره کړي وو ځکه چې دا يو موثره میډيا ده".
په څيړنه کې د پاکستان مسلم ليګ ن او تحريک انصاف (پي ټي ايي) ګوندونه په ځانګړي ډول ياد کړل شوي چې په انتخابي کمپاين کې يې ټویټر د يو بل په ضد کارولی دی.
دغو دواړو ډلو په ټويټر د يو بل د بدو ښکاره کولو دپاره ځانګړې ویډيوز جوړې کړي او خپرې کړي يې دي،
لکه مسلم ليګ ن ګوند په ټويټر يوه ويډيو خپره کړې چې پکې عمران خان وايي د ځان سره به کله هم کرپټ يا غبن کوونکي خلک نه ملګري کوم او په ویډيو کې د خلکو عکسونه خپاره کول کيږي او ورسره د نوم سره شمېرې ليکل شوي دي چې دوی څومره غبن کړی دی.
دغه ډول پي ټي ايي د خپل اکاؤنټ څخه يوه ويډيو خپره کړې چې پکې پخوانی وزيراعظم نوازشريف د پي ټي ايي په جلسه کې د ښځو سره د بد سلوک خبره کوي، پي ټي ايي په ټويټ کې ویلي نوازشريف په ښځو حملې کوي.
د پېښور پوهنتون د ژورنالزم د څانګې استاذ بخت زمان يوسفزی وايي په ټوټیر زياتره پوهه او تعليم يافته طبقه فعاله ده پکار ده چی علمي او ګټور بحث پرې وشي، خو د بدغه مرغه دغه ځای هم اوس په يو بل پسې د سپورو ستغو ويلو د پاره کارول کيږي.
په څيړنه کې سپارښتنه شوې چې د کرکجنو وېناګانو د مخنيوي په اړوند جوړ قانون په عمل کې راوستی شي، خلکو ته د پوهې پېغامونه ورکړی شي او د سکولونو د نصاب څخه د کرکې مواد لرې کړی شي.