ایچ آر سي پي: د انتخاباتو په مهال د موبایل ټلیفونونو بندول له بشري حقونو سرغړونه ده

واشنګټن ـــ د پاکستان د بشري حقونو خپلواک سازمان او مدني ټولنې په هېواد کې د عامو انتخاباتو په مهال د حکومت له خوا د موبایل ټلیفونونو د نیټورک تړل غندلي او دا کار یې د خلکو له بنیادي بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغه سازمانونه وایي د حکومت له دې پرېکړې سره د انتخاباتو پر بې طرفۍ او شفافیت باندې په یقیني توګه شکونه را پورته کېدلای شي او د انتخاباتو په ورځ د موبایل او انټرنیټ نیټورک تړل پر ولس او انتخابي عمل هم ژور اغېز لرلای شي.

د (بایټس فار آل) تنظیم یو کارکوونکی شهزاد احمد په دې اړه خپلې اندېښنې داسې څرګندې کړې:

"د موبایل سګنلو له بندولو سره نه یواځې ولس له یو بل سره له رابطو محرومه شي، بلکې د بدامنۍ د ممکنه پېښو په نتیجه کې په مرستندویه چارو لکه ایمبولنس، پولیس او نورو چارو کې هم خنډونه پېښېږي".

د نهې- سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ایچ آر سي پي، بایټس فار آل او جسټس اینډ پیس نیټورک نومي سازمانونو له خوا د موبایل فعالیت د ځنډولو په اړه یو سېمینار کړی، چې ویناوالو پکې پر حکومت کلکې نیوکې کړې دي.

د سېمینار ویناوالو وویل د موبایل د فعالیت له درولو سره د پولینګ ایجنټانو او انتخابي عملې لپاره هم ناممکنه شي، چې د انتخابي عمل په هکله له جدیدې ټیکنالوجۍ کار واخلي. لیکوالې او د بشري حقونو فعالې ماروي سرمد وویل، حکومت د امنیت په پلمه تل په مهمه موقع موبایل ټلیفونونه وتړي او خلک معلوماتو له رساسۍ بې برخې کړي:

"له موبایل سره انټرنیټ تړلی دی، دا چې هر ځای بند کړل شوی دی خصوصاً په بلوچستان، قبایلي ضلعو او ګلګت بلتسان کې باید فعال کړل شي".

د پاکستان مخابراتو ادارې (پي ټي اې) د جولای په ۲۰مه نېټه خبر خپور کړ، چې وایي د انتخاباتو په تړاو به د جولای تر ۳۱مې د بلوچستان په شپږو ضلعو پښین، کلا عبدالله، مستونګ، آواران، کېچ او قلات کې موبایل نیټورک تړلی وو.

خو د دغو سازمانونو مشرانو سېمینار ته په خپلو ویناوو کې تور لګولی، چې وایي په دغو ضلعو کې حکومت له تېرو دوو اوونیو موبایل نیټورک تړلی، چې وایي له کبله یې د دغو ضلعو شاوخوا دېرش لکه ۳۰۰۰۰۰۰ خلک د هېواد له نورو برخو سره له رابطو بې برخې شوې دي.

د سېمینار ویناوالو وویل په پاکستان کې د آیین په بنیاد یواځې هغه وخت موبایل ټلیفونونه غیرفعال کېدای شي چې د هېواد ولسمشر بیړنی حالت اعلان کړي، خو وايي د پیپلز ګوند له تېر حکومته راهیسې په بېلابېلو موقعو د موبایل ټلیفونونو په بندولو کې زیاتوالی راغلی دی، چې وایي دا غیرآییني کار دی.

د موبایل او انټرنیټ کاروونکو د حقونو مبارزین وایي چې تېر کال په پاکستان کې په بېلابېلو موقعو ۱۷ ځله او په روان کال کې تر اوسه ۶ ځله موبایل نیټورک غیرفعاله کړل شوی دی. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې سبا د انتخاباتو په ورځ دې د هېواد هر وګړي ته حق ورکړي، چې موبایل او انټرنیټ ته لاسرسی ولري.