کابل: ځانمرګي بريد کې د ملي امنيت څلور سرتيري وژل شوي

د افغانستان پلازمينه کابل کې نن سهار وختي په يو ځانمرګي بريد کې د ملي امنيت د څلورو سرتيرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي دي، پوليس د پېښې پخلی کړی دی.

د کابل پوليسو ویلي دغه پېښه نن د زيارت، پنجشنبې په سهار پينځه بجې د کابل ښار په باغ داؤ علاقه کې رامنځته شوې او ځانمرګي د ملي امنيت ځواک غړي په نخښه کړي دي.

د برید زمه واري طالبانو منلې ده.

د کابل د پوليسو وياند حشمت الله ستانکزي ميډيا سره په خبرو کې پخلی کړی چې په بريد کې د يو ملکي وګړي په ګډون د ملي امنيت څلور سرتيري وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي ځانمرګي د موټر د لارې د ملي امنيت په سرتېرو بريد کړی دی.