اشرف غني:غوټه چې پرخبرو خلاصیږي ولې یې په چاودنو خلاصه کړو؟

افغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دخبرو اترو دلارې د افغان کشالې په هواري ټینګار کړی اؤ ویلي یې دي غوټه چې په لاس خلاصیږي ولې یې باید په بریدونو اؤ چاودنو خلاصه کړو.

ولسمشر غني دجمعې په ورځ دافغانستان بادغیس ولایت ته سفر کړی اؤ دغلته یې د امنیتي چارواکو،دمدني ټولنې غړو اؤ دپوهنتون استاذانو سره لیدنې کړي دي.

دافغانستان طلوع ټیلي ویژن وایي اشرف غني په دغه موقعه خپلو خبرو کې ویلي چې افغانان سولې ته لیواتیا لري اؤ دغه لیوالتیا په اوسني اوربند کې لیدل شوې ده

هغه وویل “د سولې خواږه مو ۴۰ کاله وروسته په اوربند کې ولیدل اؤ دغه اوربند وښودله چې افغانان یو بل مني”

نوموړي وویل اوربند یوه تجربه وه چې پکې ګواښونه هم وؤ خو وئ ښودله چې دغه ستر ملت خپلو کې یو دی

ولسمشر غني په مخالفینو غږ وکړو چې ستونزې په خبرو هواریږي اؤ‌ هغوئ باید دخبرو لاره خپله کړي.

اشرف غني له دې وړاندې هم څو کرته طالبانو ته دخبرو وړاندیزونه کړي خو طالبانو دافغان دولت د سولې وړاندیزونه رد کړي اؤ دریځ یې خپل کړی چې هغوئ به تر هغې خپلو جګړو ته دوام ورکړي تر څو چې ټول بهرني عسکر دافغانستان څخه وتلي نه وي.

تیره میاشت کابل کې افغان ولسمشر د سولې کاروان ته خپله وینا کې ویلي وؤ هغه چمتو دی چې طالبانو سره دبهرنیو ځواکونو په نقش هم خبرې وکړي.