افغانستان:په ازغن تار څه نه کیږي،پاکستان دې دترهکرو مرکزونه وتړي

دافغانستان ددفاع وزارت وايي،په ډیورنډ کرښه دازغن تار او نورو موانعو لګولو سره د ترهګرۍ مخه نه نیول کیږي بلکې پخپله خاوره کې د ترهکرۍ مرکزونه وتړي.

د دې وزارت ویاند جنرال رادمنش امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي،که دپاکستان حکومت په رښتیا هم،دافغانستان،سیمې اونړۍ له امنیت سره مرسته کوي او په دې اړه شویو ژمنو ته پابند وي ،په خپله خاوره کې دي د ترهګرۍ مرکزونه وتړي او دهغوی له تمویل اوملاتړه دې لاس واخلي.

نوموړي وویل"د ترهګرۍ ځپلو پر وړاندې دپاکستان هغه تعهد چې افغانستان اونړیوالو ته یې درلود په عملي توګه دې خپله ژمنه سرته ورسوي اوپه ډیورنډ کرښه د ازغن تارلګول،د کنالونو کیندل او د سرتیرو ځای پرځای کول دا یوازې نمایشي حرکتونه دي "

هغه وویل پاکستان ته پکار دي چې دافغانستان،سیمې اونړۍ په مقابل کې د تروریزم د ناکامولو لپاره خپلې هڅې په عملي توګه پیل کړي

د قبایلو سرتاسري شورا مشر زرجان شنیواري وايي،قبایل په ډیورنډ کرښه د ازغن تار له لګولو سره مخالف دي اودا مخالفت یې له دې امله دی چې دکټارو په لګیدو سره دقبایلو یوه کورنۍ په دوؤ برخو ویشل کیږي.

نوموړي ویلي،لګول شوی اغزن تار له منځه وړل قبایلو ته ستونزمن نه دی او دبرلن دیوال په شان یې له منځه وړلی شي خو په وینا یې دپاکستان حکومت دې په خپل روان سیاست کې داسې یوبدلون را ولي چې په هغې سره د کرښې دواړو خواوو ته پراته قبایل ونه ځپل شي.

نوموړي وویل"قبایل له همدې ځایه د پاکستان په حکومت اونظامیانو غږ کوي چې ازغن تار مونږ نه شو برداشت کولی،مونږ دوه وروڼه په یوه کور کې نه شو جدا کیدلی اوغوښتنه موداده چې په قبایلی سیمو کې دې د ازغن تار د لګولو چارې بندې شي او له دې نه دې په کلکه ډډه وکړي ځکه چې د دې کار دوام په راتلونکي کې قبایلو ته ستونزې را پیدا کوي"

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیوکې دپاکستان پوځ ویاند میجرجنرال اصف غفور امریکا غږ ته ویلي د روان میلادي کال د دسمبر میاشتې ترپایه به د ډیورنډ کرښې په ۳۱۰ کیلومتره حساسو سیمو کې د ازغنې جالۍ د لګولو چارې بشپړې شي کوم چې په همدې سیمو ترهګرې ډلې تګ راتګ کوي.

دپوځ ویاند ویلي،دافغان پولې د نورو برخوپه اوږدو کې هم د ازغن تاردلګولو لړۍ دوام لري او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال ترپایه یې کارونه پای ته ورسیږي.

دپاکستان راتلونکي احتمالي وزیراعظم عمران خان په انتخاباتو کې دخپلې بریا د وینا کولو پرمهال افغانستان سره داړیکو په ارتباط ویلي وؤ هڅه به وکړي چې راتلونکي حکومت یې له افغانستان سره د اروپايي هیوادونو په څیر ازاد سرحد ولري.

افغانستان او پاکستان شاوخوا ۲۶۱۱ کیلومټره اوږده پوله لري اوپاکستان په یوه اړه خیزه توکه په همدې لانجمنې کرښې تیر ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ازغن تارلګولو او دنورو امنیتي تایساتو د جوړولو چارې له دې امله پیل کړې چې په دې سره دقبایلي سیمو امنیت او دترهګرو ډلو د تګ راتګ مخه ونیسي.

خو دافغانستان حکومت او قبایلو دپاکستان له دې اقدام سره مخالفیت څرګند کړی او ویلي دي چې په دې سره دقبایلي سیمو امنیت نه شي خوندي کیدلی او که اسلام اباد په ریښتیا دترهګرۍ دله منځه وړلو نیت لري ،ترهګرۍ هغه اصلي مرکزونه دې له منځه یوسي کوم چې په خپله خاوره کې یې ورته دفعالیت کولو زمین برابره کړې ده.