افغان دفاع وزارت: د غزني امنیتي حالت قابو، ۱۵۰ مخالفه وسله وال وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، په غزني ښار د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ دشوې جګړې په پایله کې ۱۵۰ تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت ویاند سید غفور جاوید له امریکا غږ ډيوې سره د اتوار، يکشنبې په ورځ خبرو کې ویلي د غزني ښار امنیتي وضعیت د افغان امنیتي ځواکونو تربشپړ کنټرول لاندې دی خو د ښار په لرو پرتوسیمو کې یو شمېر وسله وال طالبانو د خلکو د استوګنو په سیمو کې پټ شوي دي.

نوموړی وايي،د افغان امنیتي ځواکونو چاڼيز عملیات روان دي خو په وېنا یې له ښار څخه بهرپه ځینو سیمو کې جګړه دوام لري او نزدې وخت کې د غزني ښار ټولې مرکزي او لرې پرتې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې شي.

جاوید وویل "د افغانستان ولس باید ډاډه اوسي چې افغان امنیتي ځواکونه هلته دي ، حالت ترکنټرول لاندې دي درې امنیتي ادارې په هغږۍ د غزني وضعیت دښه والي لپاره کار کوي،د ښارپه لرو پروتو سیمو کې دوښمن د خلکو په کورونو کې پټ شوی او له هغې ځایه ډزې کوي خو ددې لپاره چې دملکي تلفاتو مخه ونیول شي تصفوي عملیات ورو مخ ته ځي".

د دفاع وزارت ویلي، په غزني ښارکې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په شوې جګړه کې ۱۵۰تنه وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت ویاند وايي، د ملګرو وګړو تلفات هم لرو او په کم شمېرکې امنیتي ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي خو په وېنا یې ټول ارقام به د چاڼیزو عملیاتو د پای ته رسېدو وروسته معلوم شي.

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د خلکو استازی چمن شاه اعتمادي له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي ،د غزني ښار په مرکز کې اوس هم جګړه روانه ده.

نوموړي ویلي، یوازې د غزني امنیه قومندانۍ، ملي امنیت ریاست او د ولایت مقام د افغان امنیتي ځواکونوپه ولکه کې دی او د ښار نورې پاتې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي.

اعتمادي وویل "هغه معلومات چې مونږ ته په لاس راغلي د غزني ښار قلعه شاده، نواباد، موی مبارک بازار، پلان سه ، حیدراباد تولید اباد سیمو کې طالبان حضور لري او له همدې سیمو امنیه قومندانۍ ،ملي امنیت ریاست او دولایت په مقام باندې ډزې کوي ،جنګ د ښار په داخل کې دوام لري اوښارد طالبانو له موجودیت څخه په بشپړه توګه نه دی پاک شوی".

نوموړي ویلي، که افغان امنیتي ځواکونه د غزني ولایت امنیتي وضعیت ژر تر ژره ترخپل کنټرولاندې را نه ولي، غزني ښار به له یوه ستربشري ناورین سره مخامخ شي.

د تیرې جمعې په شپه وسله والوطالبانو په غزني ښاروسله وال ډله ییز بریدونه وکړل چې لاهم د دوو ورځو په تېرېدو سره پیل شوې جګړه پای ته نه ده رسیدلې، مخابراتي شبکې غیرفعاله دي او د ښار میشت خلک یې د ژوند له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي دي.