د سیمې او نړۍ مهم خبرونه

د اسیا او اروپا بازارونو د ترکیې د لېرې د ارزښت په ټېټېدو سره سخت ټکان وخوړ.

د ترکیې کرنسۍ لېره تېره شپه تر ټولو ټیټې کچې یعنې د یو ډالر په مقابل کې ۷.۲۴ ته ټیټه شوې وه.

بازارونه د ګل یا دوشنبې په ورځ وروسته له هاغې بېرته یو څه ښه شول کله چې د ترکیې مرکزي بانک وویل چې دوی به ټول لازم ګامونه پورته کړي تر څو د ترکیې بانکونه خپلې ستونزې هوارې کړي.

د مرکزي بانک له دغه اعلان څخه وروسته د یو ډالر په مقابل کې د لېرې ارزښت له ۷.۲۴ څخه ۶.۶۱ ته پورته شو.

-------------

د سوریې د جګړې څارونکې ډلې د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د ادلیپ ایالت په چاودنه کې د قربانیانو شمېر ۶۹ تنو ته ورسېد.

داسې ګومان کېږي چې دغه چاودنه د یاغیانو تر ولکې لاندې د وسلو په یوې زېرمه کې شوې ده.

په برتانیه کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په دغې چاودنه کې په لسګونو نور کسان ژوبل شوي دي او ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي.

یاده چاودنه د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ترکیې پولې ته څېرمه په سرمادا ښار کې شوې ده.

--------------

د تایوان په یو روغتون کې نن د ګل یا دوشنبې په ورځ اور لګېدلی چې لږ تر لږه نهه کسان پکې مړه او ۱۵ نور ژوبل شویدي.

پېښه نن سهار د لمر له ختلو مخکې په ټایپي روغتون کې چې د سختو ناروغانو درملنه کوي رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وايي، د پېښې د علت په اړه دا مهال پلټنې کوي.

-------------

لوړ پوړو امریکايي چارواکو په دې وروستیو اونیو کې له جنوبي امریکا څخه لیدنه کړې تر څو په سیمه کې له امریکا سره د سیالیو د زیاتېدو په درشل کې د امریکا او د متحدینو ترمنځ یې اړیکې ځواکمنې شي.

د امریکا د دفاع وزیر جېم ماټېس د یکشنبې په ورځ برازیل ته د روانېدو پر وخت خبریالانو ته وویل، په جنوبي امریکا کې د چین او روسیې د مداخلې اغېز د امریکا او د لاټینې امریکا د متحدینو ترمنځ په پوځي اړیکو باندې صفر دی.

ماټېس وویل، امریکا د خپلواکو هېوادونو لخوا د ازادو پرېکړو ملاتړ کوي خو په ورته وخت کې دې ته هم بیداره ده چې دغه پرېکړې د امریکا او ددغو هېوادونو ترمنځ اړیکې اغیزمنې نه کړي.